د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د نومبر ۱۱مې په غونډه کې د صوبې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) کې د قبايلي ضلعو ځوانانو ته د نوکريو نه ورکول کېدو پر مسله بحث کړی دی.
د جمعيت علما اسلام (ف) د اسمبلۍ غړي عدنان خان اعتراض وکړ چې د پيسو جمع کولو او امتحان ورکولو سربېره قبايلي ځوانان د سي ټي ډي له نوکريو څخه محرومه ساتل کېږي.
"قبايلي ځوانانو دوه کروړه روپۍ فيسونه جمع کړل. امتحان وشو، نتيجه يې راغله، خو انټرويوګانې و نه شوې. محکمې والا وايي چې د نومېنکلېچر (د پوسټونو د نومونو) مسله ده. که داسې وي نو دا محکمه ويده وه؟"
دا هم وګورئ:
په مومندو کې خلکو تر ګرفتارۍ وروسته د ۲ هلکانو ورکېدو پرضد احتجاج کړی دید خیبر پښتونخوا حکومت وايي، نور به د وسله والو ضد عملیاتو مشري پولیس کويد خيبر پښتونخوا حکومت وايي د پوليسو لپاره د ۷ اربه روپيو وسايل اخليد عدنان خان په خبره چې حکومت د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه کې د قبايلي ضلعو لپاره ۴۵۰ نوکرۍ اعلان کړې دي.
په ځواب کې د قانون صوبايي وزير افتاب عالم اپريدي وويل چې په سي ټي ډي کې د نوو پوسټونو د نومونو له وجې کاميابو ځوانانو ته د نوکريو ورکولو چارې ځنډنۍ شوې دي.
خو د اسمبلۍ غړيو د قانون د وزير دا وضاحت د قناعت وړ و نه باله او په متفقه توګه يې په سي ټي دي کې د نوو ملازمتونو موضوع د نور بحث لپاره د کورنيو چارو قايمه کمېټې ته وسپارله.
د خيبر پښتونخوا حکومت په سي ټي ډي کې د نوو ملازمتونو اشتهار د روان ۲۰۲۴ز کال پر نهمه مې خپور کړی وو.