د خیبر پښتونخوا د مومندو په غلنۍ کې ځايي خلکو تر ګرفتارۍ وروسته د دوو کسانو د ورکېدو پرضد احتجاج کړی دی.
احتجاجیانو اګست دویمې پر سهار د باجوړ او پېښور ترمینځ سړک هم تر پینځو ساعتونو پورې تړلی وو.
مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د جولای پر ۳۱مه یو ۱۶ کلن هلک محمد خان او ۱۸ کلن باسط خان ونیول چې بیا یې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) ته وسپارل خو اوس هغوی ورک دي او هېڅ پته یې نه لګي.
د محمد خان ورور سلمان خان د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۳۱مه ورته پولیسو ټېلېفون کړی وو او ورته یې وویل چې ورور دې تاڼې ته ورولي.
دی وايي، هلته چې ورغی نو پولیسو څه وخت وروسته ورته کور ته د تګ اجازه ورکړه.
د خان په خبره، پر هم هغه ورځ غرمه مهال پټ مخي کسان ورغلل او د ده ورور یې په زور له ځان سره یووړ.
دی وايي، پولیسو د دوی یو ګاونډی باسط خان هم پر هم هغه ورځ نیولی وو.
خان وايي، تاڼې او د سي ټي ډي دفتر ته ورغلی وو خو هغوی ورته معلومات نه ورکوي چې محمد خان او باسط خان چېرې دي.
د مظاهرې یو ګډونوال تفسیر مومند مشال راډیو ته وویل چې پولیسو پر هغوی هېڅ مقدمه نه ده دایره کړې.
دی وايي، قبایلي ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه دي او پکې د پاکستان قانون نافذ دی او دا ډول د خلکو نیول او ورکول یو غیر قانوني عمل دی.
مومند زیاتوي چې که پر محمد خان او باسط خان کوم تور یا شک وي نو پولیس دې یې عدالت ته وسپاري.
د مومندو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې دواړه هلکان پولیسو نیولي ول چې وروسته د سي ټي ډي کارکوونکو له تاڼې یووړل.
ده زیاته کړه چې د هغوی په اړه نور معلومات نه لري.
خو د محمد خان ورور سلمان خان وروسته مشال راډیو ته وویل چې په مومند کې د امنیتي ادارو ځینې چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ورته یې ډاډ ورکړی دی چې دواړه هلکان به د اګست تر پینځمې پورې پولیسو یا سي ټي ډي ته وسپاري.
دی زیاتوي چې د چارواکو تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ.