پاکستان تحریک انصاف ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور به د نومبر پر ۲۴مه له هغې صوبې څخه اسلام اباد ته د تلونکې احتجاجي قافلې مشري کوي.
د هغه ګوند د اطلاعاتي چارو سېکرټر وقاص اکرم شیخ د نومبر پر ۱۴مه په پېښور کې د اعلاوزیر په دفتر کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د پراخ او سوله ییز احتجاج تیاری یې پیل کړی دی.
هغه وویل، "علي امین ګنډه پور صاحب به د خیبر پښتونخوا د قافلې مشري کوي. له پنجابه به هم قافلې ځي. د قامي او صوبايي اسمبلۍ هېڅ غړی به دا اجازه نه لري چې د خپلې حلقې له ولسه پرته، یوازې اسلام اباد ته ورشي."
دا هم وګورئ: د تحریک انصاف مشران وايي پوځ دې سیاست کې مداخلې پر ځای امنیت وساتي
د تحریک انصاف زنداني رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۳مه د حکومتي تګلارو پرضد د احتجاج اعلان وکړ.
د هغه ګوند مشران وايي چې د احتجاج موخې په وروستیو کې د پاکستان د عدالتي نظام په اړه د شوي اییني ترمیم مخالفت او د تحریک انصاف د رهبر په ګډون د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کولو غوښتنه کول دي.
تحریک انصاف د احتجاج اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د اسلام اباد انتظامیې په هغه ښار کې پر ولسي غونډو او مظاهرو بندیز لګولی دی.
د پاکستان د وفاقي اېتلافي حکومت مشران وايي چې عمران خان د احتجاجونو له لارې په هېواد کې ناکراري پیدا کول غواړي.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې په بېلابېلو مقدمو کې بندي دی چې هغه او ګوند یې تر شا سیاسي انګېزه بولي. د تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو تر دې مخکې هم په بیا بیا د عمران خان او خپلو نورو مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي.