د شمالي وزیرستان طوريخېل وايي، د خپلو قدرتي وسایلو پر اېستل کېدو مطمین نه دي

د شمالي وزیرستان غرونه. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان د طوريخېل قبیلې مشرانو په یو غونډه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې د قدرتي شتمنیو په اړه دې دوی ته ډاډ ورکړل شي.

د یادې قبیلې مشرانو د نومبر پر ۱۶مه په میرعلي کې د کړې غونډې پر مهال ویلي چې دوی د خپلې سیمې د قدرتي وسایلو په اړه مطمین نه دي.

د شمالي وزیرستان له ۱۰ تحصیلونو څخه په پنځو کې طوريخېل مېشت دي چې سپین وام، رزمک، ګړیوم، میرعلي او میرامشا شامل دي.

د قبیلې مشرانو په دې تازه غونډه کې ویلي چې حکومت دې ورسره په څو ورځو کې جرګه وکړي او د دوي په سیمو کې چې کمې پروژې پیل شوې دي، د هغه لپاره دې د دوي د قبیلې خپله کمیټۍ وټاکي.

دا هم وګورئ: مولانا فضل الرحمان: په قبایلو کې ناامني پر قدرتي وسایلو د قبضې بهانه ده

دوی خبرداری ورکړی دی چې که حکومت داسې ونه کړي نو دوی به د احتجاج په توګه پر دې پروژو روان کار بند کړي.

د یادې غونډې یو ګډون وال او د طوريخیلو یو مشر مولانا شاکرالله غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د دوي پر غوښتنه غور وکړي.

د ده په وینا، په سیمو کې چې یې د قدرتي وسایلو اېستلو په اړه کومې پروژې پیل شوې دي، په هغه کې دې د سیمې ځوانانو ته روزګار او ځايي‌ ولس ته د نورو مراعاتو ورکولو لپاره دې د دوی کمېټۍ جوړه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د شمالي وزیرستان د معدنیاتو لپاره ۱۸ کسیزه کمیټي جوړه کړې ده چې له یادې ضلعې د قامي او صوبايي اسمبلۍ د استازو ضلعي انتظامیې او پوځي چارواکو تر څنګ د شمالي وزیرستان له بېلا بېلو سیمو نهه مشران شامل دي.

دا هم وګورئ: د شمالي وزیرستان په شوه سیمه کې د ګېسو زېرمه موندل شوې ده

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د ضلعې په کچه یوه کمیټۍ حکومت ټاکلې ده او هلته به د تېل او ګېس را اېستلو په پروژو کې ځايي خلکو ته روزګار او نور مراعات ورکول کېږي.

محمد یوسف کریم زیاته کړه چې دوی به د طوريخېلو مشران راغونډ او مطمین کړي. خو د طوريخیل مشرانو ویلي چې دوی به په دې پروژو کې د مراعاتو کړنلارې په خپله خوښه ټاکي.

د طوریخېلو مشرانو په خپله سیمه کې د قدرتي وسایلو په اړه دا غونډه او غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دې اړه تود بحث روان دی.

دا بحث له هغه وروسته پیل شو چې کله د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د نومبر پر ۱۲مه د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د یو زده کوونکي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې پي ټي اېم د کومو وسايلو خبره کوي، هغه د پښتنو په سیمو کې نه دي بلکې د پاکستان خپلې منابع دي چې نه پښتنو ته په میراث کې پاتې شوي او نه ورته په جهېز کې ورکړل شوي دي.

تر هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي‌ ایم ) مشر منظور پښتین د نومبر پر ۱۳مه په خيبر کې د پښتون قامي جرګې د ۸۰ کسيزې استازي کمېټۍ تر غونډې وروسته په وينا کې وويل چې په پاکستان کې پښتون قام پر خپلو قدرتي زيرمو، وسايلو او خاورې ټينګه دعوه لري او دا هر څه له خپلو مشرانو څخه ورپاتې دي.