د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: په قبایلو کې ناامني پر قدرتي وسایلو د قبضې بهانه ده


مولانا فضل الرحمان ولسي غونډې ته د وینا په مهال ـ پخوانی انځور.
مولانا فضل الرحمان ولسي غونډې ته د وینا په مهال ـ پخوانی انځور.

د جمعیت علما اسلام (ف) مشر ویلي، چې په قبایلي ضلعو او د پښتونخوا په نورو سیمو کې جنګ او ناامني د پښتنو په قدرتي وسایلو د قبضې بهانې دي.

مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۸مه په لکي مروت کې "د امن عوامي اسمبلۍ" په نوم یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وسایلو یوازې د دې خاورې د اوسیدونکو حق دی: "ما ته مالومه ده چې په دې ځمکه د پښتنو څه حقونه دي. دا هم راته مالومه ده چې د مظلومو او محکومو خلکو په دې سیمو د چا قبضه ده، او وسایل چا قبضه کړي دي، خو موږ به هېڅ چاته د دې قبضې اجازه ورنه کړو."

نوموړي په دې اړه د چا نوم وانخیست او نه یې هم د خپلې ادعا لپاره څه ثبوت وړاندې کړ. د لکي مروت غونډې ته د هغه د ګوند صوبایي او مرکزي مشرانو ویناوې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې په سیمه کې امن پر ځای کړي.

په لکي مروت کې د امن په نوم غونډه په داسې حال کې شوې چې په همدغه ورځ هلته وسلوالو پر پولیسو برید کړی، یو سرتېری یې وژلی او د یو پولیس افسر په ګډون دوه پولیس یې ژوبل کړي دي. له دې وړاندې هم په لکي مروت په پوځي او ولسي خلکو بریدونه شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

مولانا فضل الرحمان په دې وروستیو کې څو ځله د قبایلي سیمو او پښتونخوا په قدرتي وسایلو د قبضې او د ناامنۍ په اړه ورته څرګندونې کړې دي. هغه د جولای په میاشت کې له مشال راډیو سره په ځانګړی مرکه کې دعوه کړې وه چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي او له چتراله تر ډېره اسماعیل خان او ان تر بلوچستان پورې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده.

په دې مرکه کې د جمعیت مشر په خپلو خبرو کې د ټي ټي پي په ګډون پر وسلوالو ډلو هم انتقاد وکړ او و یې ویل چې وسلوالې ډلې له یو بل سره تړلې دي. ده وویل چې وسلوال یوازې د ریاست پر ضد نه جنګېږي بلکې ملکیان هم په نښه کوي. مولانا فضل الرحمان وویل چې ریاست یا دولت د امنیت په ګډون د ګڼو چارو مسوول دی او باید خپله ذمه واري په سمه توګه ترسره کړي.

مولانا فضل الرحمان دا راز د حکومت لخوا په قبایلي سیمو کې د وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده، او ویلي یې دي چې دا عملیات په سیمه کې ناامني لاپسې زیاتوي. حکومت د جمعیت علما اسلام د مشرانو د تازه بیانونو په اړه څه نه دي ویلي، البته له دې وړاندې حکومت او پوځ په وار وار دعوې کړې چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې هڅې توندي کړي دي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

د جولای په ۱۹مه د لکي مروت سره نېږدې په بنو ضلع کې د ناامنۍ ضد لویه ولسي غونډه شوې وه چې وروسته په پرلت بدله شوه او د جولای پر ۲۶مه تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور بنو ته ورغی او د پرلتوالو د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ یې ورکړ. پرلتوالو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او هلته د پوځي عملیاتو د نه کولو غوښتنه کوله.

XS
SM
MD
LG