د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې او د میرعلي مشران غوښتنه کوي د دې جرګې غړی ملک اکبر خان دې معلوم او خوشی کړي.
دوی وويل چې نوموړی سږکال د اکتوبر له اولې نیټې راهیسې لادرکه کړل شوی او تر اوسه یې هیڅ معلومات نه دي شوي.
په دې لړ کې د نومبر پر ۱۷مه، په میرعلي کې د احتجاج پر مهال د اتمانزو جرګې غړي او په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند مشر ملک نثار علي خان وویل عجیبه ده چې څوک هم امن غواړي، هغه لادرکه کړل شي. "اتمانزۍ جرګې سیمه کې د امن لپاره غږ پورته کړی. احتجاجونه کوي چې خپلو مشرانو، ځوانانو او خپلو وسایلو ته امن غواړي. خو هغه خلک چې دغلته مړي کوي او ناامني خوروي، هغه خلک په خلاص مټ ګرځي. څوک چې د امن غږ کوي نو هغه لادرکه کیږي، دا ولې؟"
ملک اکبر خان د اتمانزو جرګې د غړیتوب تر څنګ د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد غړی هم دی. هغه په دې وروستيوو کې په بېلابېلو مظاهرو کې پر حکومت او امنيتي ځواکونو د نيوکو په ترڅ کې د بشپړ امنيت غوښتنې لپاره ويناوې کړې وې.
هغه څوک چې امن غواړي، لادرکه کېږي خو هغوی چې بریدونه کوي، ازاد ګرځيملک نثار علي خان
د شمالي وزیرستان د ضلعي انتظامیې او پولیسو چارواکو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې د ملک اکبر خان د خوشي کولو لپاره هڅې کوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی چا او ولې تښتولی دی.
د شمالي وزيرستان اتمانزو جرګه له څه مودې راهیسې د امن لپاره احتجاجونه کوي. د جرګې غړي تور پورې کوي چې حکومت د وسله والو پر ضد د بې توپيره کار ژمنې نه دي پوره کړې. دوی په تېر وخت کې د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره هم تړلې وه.
له تېرو دو کلونو راهیسې، د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې امنيتي حالات خراب شوي دي. د بېلابېلو ځایونو خلکو د ناامنۍ، هدفي وژنو او د امنيتي ځواکونو لخوا د خلکو د نيول پر ضد جلسې، مظاهرې او جرګې کړې دي. سیاسي ګوندونه هم پر حکومت نيوکې کوي چې د امنيت لپاره یې ډير څه نه دي کړي.
د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۷مه په پیښور کې خبریالانو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا وزیراعلی دې خپل پام له سیاسي هلو ځلو ليرې، او امنيت ته واړوي. هغه زیاته کړه چې د خلکو ژوند بايد خوندي کړل شي.
تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت د نوموړي نيوکو ته څه غبرګون نه دی ښوولی. خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي د احتجاجونو په ځواب کې تل ويلي چې په سيمه کې امنیت راوستو ته ژمن دی او د وسلوالو ضد يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.