د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميرلي اوسېدونکي او اتمانزو جرګه: امنيت برابرول د ریاست ذمه واري ده، بايد امن راولي


په حسو خېلو کې جرګه - انځور له ارشیفه
په حسو خېلو کې جرګه - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په ميرلي کې اتمانزو جرګې او ځايي مشرانو د اګست پر ۱۳مه، امن لاریون يا مارچ وکړ.

دغو خلکو د اګست پر ۱۲مه، په يوه غونډه کې ويلي وو چې د دې لاريون په وخت به په ميرلي او میرامشا کې بازارونه تړلي وي او د پاکستان د ازادۍ ورځ (د اګست ۱۴مه) به د تورې ورځې په توګه لمانځي.

غونډې ته په خپله وينا کې د ميرلي تحصيل چېرمېن احمد سعيد وويل چې د پاکستان رياست دې دوی ته امن ورکړي او له خپلو وسايلو دې یې نه بې برخې کوي. هغه زیاته کړه چې امن برابرول د ریاست ذمه واري وي چې بايد پوره یې کړي: "که چرته د پاکستان ریاست د خپل وجود بقا غواړي نو بیا دې د بلوڅ، پښتون، سيندي او د پنجابي د حقونو خيال وساتي. دا یوازې د مرګ ژوبلې خبره نه ده بلکې زه دا پوښتنه کوم چې ولې دې زموږ ژوند سخت کړی دی؟ د پاکستان ايين له مخې چې زموږ په خپلو وسايلو کې څومره حق کېږي نو هغه بايد موږ ته راکړل شي."

غوندې ته د وينا په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عيدالرحمان وزير وويل چې امنيت د ریاست ذمه واري ده. هغه زیاته کړه چې نه د وسله والو او نه هم د امنيتي ځواکونو پر ضد ټوپک اخیستلی شي.

د شمالي وزيرستان په مير علي کې له تېرو څو ورځو راهيسې وروسته له هغې احتجاجي غونډې روانې دي چې د میرلي په موسکي او حسوخېلو کې د اګست پر ۱۱مه د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښته کې د یو پوځي مېجر په ګډون څلور سرتيري ټپي شول. د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دي او د دې لپاره د وسله والو پرضد هدفي عملیات هم کوي.

د موسکي او حسوخېلو اوسېدونکو د اګست پر اتمه مشال راډیو ته ويلي وو چې وسلوالو تېره ورځ د امنیتي ځواکونو د کاروانونو مخنیوي لپاره عمومي سړک کیندلی دی چې تر هغې وروسته پوځ ځايي ملکانو ته اطلاع ورکړه چې خلک دې کورونه خالي کړي. که څه هم وروسته د میرلي ضلعي انتظامیې تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د دغو قبیلو له مشرانو سره یې لیدلي اوډاډ یې ورکړی چې کورونه دې نه خالي کوي. خو د هغه په وينا خلک دې د وسلوالو لخوا کيندل شوی سړک جوړ کړي چې د پوځي قافلو او عامو خلکو تګ راتګ پرې بحال شي.

خو د حسوخېلو یو اوسېدونکی وقار خان مشال راډيو ته وويل چې د سړ چې د سیمې خلک د حکومت دې پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي. هغه له امنيتي ځواکونو پوښتنه وکړه: "تاسو امن ولې بحاله نه کړلو؟ له کورونو په ۵۰۰ میټره د خلکو د لرې کولو په ترڅ کې به امن څنګه بحالوئ؟"

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دي او د دې لپاره د وسله والو پرضد هدفي عملیات هم کوي. بلخوا د اتمانزی جرګې مشرانو د اګست پر نهمه ویلي وو چې حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنې نه دي پوره کړې نو ځکه به پر ۱۴م اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.

XS
SM
MD
LG