د خيبر ضلعې په لواړګي (لنډي کوتل) کې د بندو شناختي کارډونو د خلاصولو عمل پیل شوی دی.
د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو ادارې (نادرا) چارواکو د نومبر پر ۲۱مه د يوې اعلاميې له لارې خلکو ته خبر ورکړی دی چې که د چا شناختي کارډونه تړل شوي وي نو هغوی دې له اړينو اسنادو سره د تحصیل ودانۍ ته ورشي او د تصديق عمل دې بشپړ کړي چې شناختي کارډونه یې بیا خلاص شي.
بلخوا د لنډي کوتل د بلدیاتي حکومتونو استازو هم د نومبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د ولسي وګړو د تصدیق کار اوس د ملکانو پرځای هغوی ته سپارل شوی او تر ډېرو هلو ځلو وروسته يې د نادرا چارواکي دې ته راضي کړل چې د خلکو بند شناختي کارډونه خلاص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نادرا د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د لسګونو زرو کسانو شناختي کارډونه بند کړي دي چې له کبله یې هغوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په پېښور کې د نادرا د مرکزي دفتر یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې د لنډي کوتل په شمول یې په ټولو قبایلي ضلعو کې په خپلو دفترونو کې د اصلاحاتو لپاره کار پیل کړی دی او غواړي چې خلکو ته د شناختي کارډونو په جوړولو کې اسانتياوې پیدا کړي.