د خیبرپښتونخوا ګورنر د صوبې پرامنیت ټولګوندیزه غونډه رابللې ده

ګورنر فیصل کریم کونډي د نومبر په ۲۹مه په چارسده کې د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو سره وکتل.

د خیبر پښتونخوا ګورنرفيصل کريم کنډي د صوبې پر امنیت د بحث لپاره د دسمبرپر پنځمه ټولګوندیزه غونډه اعلان کړې ده.

نوموړي دا اعلان د نومبر پر ۲۹مه په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند له مشر اېمل ولي خان سره تر لیدو کتو وروسته شریکې خبري غونډې ته په وینا کې وکړ.

نوموړي وویل چې د دسمبر پر پنځمه به د پېښور په ګورنر هاوس کې د ټولې صوبې او په ځانګړې توګه د کورمې پر امنیت د بحث لپاره ټولګوندیزه غونډه ترسره کېږي.

دا هم وګورئ: د بکاخېلو خلک وایي د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو کې دوی ته تاوانونه اوښتي دي

نوموړي وویل چې دوی به په دې غونډه کې په صوبه کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ته هم د ګډون بلنه ورکوي.

فیصل کریم کنډي زیاته کړه چې دی به تر ټولګوندیزه غونډه وړاندې د دسمبر پرلومړۍ نېټه کورمې ته ځي.

ده وویل، "زموږ په صوبه کې اور لګېدلی دی، وينې توييږي، څه چې په کورمه کې وشو، زموږ خلک شهيدان کړل شو ټپيان شو، له دې سره له ډېره اسماعیل خانه تر کواټه د امن وامان صورتحال وګورئ، هغه دله رسنیو پټ نه دي."

د خیبر پښتونخوا ګورنر دا هم وویل چې په دې ټولګوندیزه غونډه کې به د صوبې د حقونو او وسایلو په اړه هم خبرې کېږي.

هغه وویل چې که د ترهګرۍ او سخت دریځي له منځه وړلو لپاره پر جوړه تګلاره - نېشنل ایکشن پلان ـ په پوره او سمه توګه عملي شوی وای نو اوس به د ده په وینا حالات داسې نه وای.

دا هم وګورئ: د ژوب جرګې په کورمه کې پر فرقه ییز تاوتریخوالي او بلوچستان کې پر ناامنۍ زښته اندېښنه ښوولې

د عوامي نيشنل ګوند مشر او سينيټر ايمل ولي خان هم وویل چې د صوبې د امن لپاره باید په یوه خوله او سنجیده توګه کار وشي.

ده وویل، " پر پښتنه او بلوڅ سيمه يو ځل بيا د يو خطرناک جنګ منصوبه جوړيږي باید د دې مخه ونيسيو."

ګورنر فیصل کریم کنډي او اېمل ولي خان دواړو په خیبر پښتونخوا کې پرواکمن تحریک انصاف یو شمېر نیوکې وکړې.

دوی تور پورې کړ چې تحریک انصاف صوبه وسله والو ته پرېښې ده او پښتانه د خپل سیاست لپاره کاروي.

خو د پاکستان تحريک انصاف مشران داسې تورونه ردوي او خپل احتجاج او غونډې د صوبې او د ملک په ګټه بولي.