د بکاخېلو خلک وایي د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو کې دوی ته تاوانونه اوښتي دي

د نومبر پر ۳۰ په بکاخېلو منډۍ کې ځایي خلک د پوځي عملیاتو په مهال د زیانونو ضد د احتجاج په مهال.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د بکاخیلو اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې پوځ د وسلوالو پرضد هدفي عملیات پیل کړي دي، چې له امله یې عام ولس له ځاني او مالي تاوانونو سره مخ شوی دی.

دوی په بکاخېلو منډۍ کې د نومبر له ۳۰مې احتجاج پیل کړی او وايي چې یوه ورځ مخکې په غوړا بکاخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیاتو پر مهال یو عام کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د دوی په وینا، خلکو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې وژل شوی تن خاورو ته وسپاري.

په احتجاج کې شریک خلک وايي چې په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی او خلک په کورونو کې ایسار دي.

دوی وايي چې پوځ د نومبر پر ۳۰مه سهار هم عملیات او شیلنګ کړی دی، چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

د غونډې یو ګډونوال، ملک ولي الله، مشال راډیو ته وویل چې څو ورځې وړاندې پوځ په سیمه کې عملیات پیل کړي دي او د عملیاتو په مهال د نومبر پر ۲۹مه د عامو خلکو کورونه ړنګ شوي دي.

هغه وویل، "عام ولس ولې ځورېږي؟ وسلوالو پرضد که عملیات کېږي، موږ یې مخالفت نه کوو، خو د عامو خلکو خیال دې وساتل شي."

نوموړي زیاته کړه چې عام خلک په کورونو کې بند دي، ناروغان نشي کولای چې روغتونونو ته یې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو چارواکو تېره شپه له مشال راډیو ته وویل چې په بکاخېلو کې یې د وسلوالو پر ضد عملیات کړي دي.

دوی ادعا وکړه چې په عملیاتو کې یې لس مشکوک وسلوال وژلي دي. هغوی دا هم وویل چې په عملیاتو کې یې د یو وسلوال کور ړنګ کړی دی.

خو د بکاخېلو په احتجاج کې شریک خلک وایي چې په عملیاتو کې ولسي خلکو د مرګژوبلې اوښتو تر څنګ د عادي وګړو دوه کورونه ړنګ کړل شوي دي.

دا هم وګورئ:

د بنو سوداګرو د خپل ملګري د تښتونې پر ضد احتجاج کړی دید بنو په ځونیخېلو کې د خلکو د ځورنۍ خلاف جرګه دوام لريچارواکي وايي، په بنو کې وسلوالو تښتولي ۷ پوليس بېرته خوشي کړي

احتجاج ته په وینا کې سیمه ییز قبایلي مشر ملک شیر ولي خان وویل چې د پوځ په عملیاتو کې د دوی د سیمې ګڼ خلک نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، "عملیات چې د چا پر ضد دي، هغوی دلته نشته. عام خلک ځورول کېږي، ناروغان تر روغتونونو نشي رسولی."

له تېرو څه دپاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې بدامني زیاته شوې چې د پاکستان پوځ وایي پر ضد یې په بېلا بېلو سیمو کې عملیات کوي خو د ځینو ځایونو خلک تر پوځي عملیاتو وروسته احتجاجونه کوي او وایي چې د عملیاتو په مهال ورته ځاني او مالي زیانونه اوړي.

له دې مخکې په خیبر کې هم د سیمې خلکو احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په تیرا کې د عملیاتو په مهال امنیتي سرتېرو د دوی پر کورونو مارټر ګولۍ ویشتلي دي او مالي او ځاني تاونونه ورته اړولي دي. دا راز د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر نښتو وروسته د خلکو د ځورونې ضد جرګه دوام لري.

د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.

د جرګې ګډونوال وایي چې هغه کسان "بې ګناه" دي نو ځکه یې په بند کې ساتل ناسم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.

امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.

د جرګې یو ګډونوال مشال راډیو ته وویل پر امنیتي پوسته تر برید وروسته، د سیمې خلک ځورول کېږي، لارې تړل شوي، ګرځبندیز لګول شوی چې له وجې یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.