د خیبر استادانو له حکومته د تحفظ غوښتنه کړې ده

د خیبر ضلعې په یو ښوونځي کې زده کونکي د شنه اسمان لاندې ناست دي ـ پخوانی انځور.

د خيبر ضلعې د سرکاري سکولونو استادانو د خپل يو ملګري تر وژل کېدو وروسته له حکومت څخه د تحفظ غوښتنه کړې ده.

د دې ضلعې د استادانو اتحاديې مشر نصير شاه اپرېدي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې د بر قمبرخېل سرکاري سکول ته وسلوالو دړکه ورکړې وه او د ډېسېمبر پر پینځمه يې د هغه سکول ښوونکی روح الامین د خپل ښوونځي مخې ته وواژه.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه يې انتظاميې ته خطونه هم ليکلي ول خو د ده په خبره، سکول ته هېڅ تحفظ ور نه کړل شو.

د خيبر د پوليسو ویاند ظهير اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې د استاد د وژلو مقدمه يې دایره کړې ده او په سيمه کې يې د پولیسو ګشتونه زیات کړي دي. د تعلیم چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې وسلوالو په باړه تحصيل کې تر ۱۰۰ زیات سکولونه وران کړي دي چې پکې ۱۶ رغول شوي او د نورو ۵۰ تعميراتي کارونه په وروستي پړاو کې دي.