د ورکو بلوڅانو سازمان وایي، د ۴ زده کوونکو په ګډون ۵ نور بلوڅان لادرکه شوي دي

د ډېسېمبر پر نهمه په کراچۍ پریس کلب کې سیمي دین بلوڅه او د ورکو خلکو خپلوان د خبري غونډې په مهال.

د لادرکه بلوڅانو د موندنې لپاره کارکوونکی سازمان وايي، له کراچۍ پوهنتونه څلور زده کوونکي او یو بل ځوان پولیسو او ریاستي ادارو د کراچۍ له ګلشن اقبال سيمې څخه برمته کړي دي.

د ډېسېمبر پر نهمه په کراچۍ پرېس کلب کې د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ میسينګ پرسنز" يوې مخکښې سیمي دین بلوڅې او د لادرکه کسانو د کورنیو غړو خبري غونډې ته وویل چې تر نيونو وروسته یې له خپلوانو سره اړیکه پرې شوې او د هغوی په اړه هېڅ معلومات نه لري چې چېرته دي.

مېرمن بلوڅې وویل، ګمشاد غني، دودا الاهي، معراج ګمشاد، او مزمل بلوڅ، چې د کراچۍ پوهنتون زده کوونکي دي، د ډېسېمبر پر اتمه له خپلو کورونو په زوره تری تم کړل شوي دي. هغې وویل دوه کاله وړاندې هم ګمشاد، دودا او معراج لادرکه کړل شوي ول چې تر پراخو احتجاجونو وروسته خوشې شول.

هغې له حکومته غوښتنه وکړه چې که نیول شوي بلوڅ زده کوونکي په کوم جرم کې ښکېل وي، نو ژر دې عدالت ته وړاندې کړل شي او که نه وي، نوخوشې دې کړل شي. بلخوا د سیند حکومت تر اوسه د بلوڅ زده کوونکو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

سیمې دین بلوڅې زياته کړه چې په نیول شویو زده کوونکو کې يو په پوهنتون کې د فلسفې څانګې او درې د نړیوالو اړیکو څانګې زده کوونکي دي او د بلوچستان د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي دي چې د زدکړو لپاره کراچۍ ته ورغلي ول.

بلوڅې وویل چې یو بل کس اسماعیل بلوڅ، چې تازه له دوبۍ څخه په رخصتۍ تللی وو، جبراً پورته شوی دی. د هغه مور مشال راډیو ته وویل، زوی یې دوه ورځې وړاندې له بلوچستان څخه کراچۍ ته تللی وو او تر اوسه یې هېڅ معلومات نه شته.

سيمي دین بلوڅې وویل چې د کراچۍ هوایي ډګر بهر پر چینایي اينجنرانو تر ځانمرګي برید وروسته په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د بلوڅ ځوانانو او زده کوونکو برمته کېدل زیات شوي دي.

د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ هوایي ډګر بهر پر چینایانو ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي ول. د برید ذمه واري د بلوچستان بېلتونپالې وسلوالې ډلې "بلوڅ لېبریشن ارمي" منلې وه.

دا هم وګورئ:

د ورکو بلوڅانو موندلو سازمان د جبري بې درکیو په اړه د سرکاري کمېشن رپورټ رد کړی دیمنظور پښتین وايي د ورکو کسانو "د میندو او خویندو د اوښکو قدر نه شته"په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د احتجاجي کېمپ ۵ زره ورځې وشوې

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو راهیسې روانه ده. د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ میسينګ پرسنز) مشر نصر الله بلوڅ د تېر اختر پر ورځ په کوټه کې د احتجاج پر وخت وويل چې د جبري لادرکه شويو خلکو شمېر له هغو ډېر زیات دی چې د پاکستان حکومت یې بیانوي.

هغه د پاکستان پر عدالتونو او ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنيتي ځواکونو په لاس د زرګونو لادرکه کړل شويو بلوڅانو د موندلو او عدالتونو ته د وړاندې کولو لپاره دې کار وکړي. هغه زیاته کړه چې په زرګونو بلوڅان یا لادرکه او یا یې هم له جبري لادرکه کېدو وروسته مړي‌ موندل شوي دي.

په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن وايي چې دوی له ورکړل شويو څه باندې ۱۰ زره بې درکه کسانو څخه د څه باندې ۸،۰۰۰ کسانو مقدمې يې هوارې کړي خو تر ۲،۰۰۰ زياتو کسانو مقدمې لا هم ناحل پاتې دي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمېر په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي.

بلخوا وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي. دا تنظيم دريځ لري چې که پر چا د کوم جرم تور وي، نو هغه دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

د پاکستان حکومت وايي‌ کوښښ‌ کوي چې دا مسله حل شي. د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په دې وروستیو کې ویلي وو چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته ويلي وو چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.