په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، په کندز کې یې درې کسان د خلکو په مخ کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې ويلي چې دغو کسانو ته يې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په علي اباد ولسوالۍ کې د لواطت په تور سزا ورکړې ده.
محکمې په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې لومړي تورن ته اووه کاله، دویم ته پينځه کاله او درېيم تورن کس ته څلور کاله بند سزاګانې ورکړل شوی او هر یو ۳۹ درې وهل شوي دي.
په درو وهل د سزا یو ډول دی چې په کې مجرم د قانون له مخې په تسمه یا لښتې وهل کېږي. دا سزا په ځینو اسلامي هېوادونو کې د شریعت د قوانینو پر اساس ورکول کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو د لومړي حکومت (۱۹۹۶-۲۰۰۱) پر مهال، په عام محضر کې د درو وهلو، سنګسار او اعدام پېښې رامنځته شوې وې. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، دا ډول سزاګانې یو ځل بیا زیاتې شوې.
تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د ښځو په ګډون سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي چې ورباندې د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو نيوکې کړې دي.
د ډېسېمبر پر لومړۍ د طالبانو د حکومت سترې محکمې په امر په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهلي ول.
د طالبانو د حکومت ویلي ول چې چې دوه تنه د نامشروع اړیکو په جرم هر یو په ۳۹ دُرو او درې نور د زنا په جرم د خوست ولایت د ابتدايي محکمې له خوا په بند محکوم شول.
دا هم وګورئ:
د نجونو پر زدکړو بندیز ملګري ملتونه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه اندېښمن کړيطالبانو په خوست کې ۴ نارینه او یوه ښځه په درو وهلي ديد طالبانو د محدودیتونو له وجې ښځې کاروباري مشکلات لريپه داسې حال کې چې طالبانو په ټول افغانستان کې بدني سزاوې زیاتې کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې ۱۱۱ کسان چې ۱۶ یې ښځې دي په درو وهل شوي.
د طالبانو پر محاکمو دا نیوکې هم کېږي چې تورنو کسانو ته د دفاع حق نه ورکوي او د محاکمو بهیر یې شفاف نه دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.
د بشري حقونو سازمانونه او فعالان په درو وهل "غیر انساني او ظالمانه" کار بولي، خو د طالبانو حکومت د خپل دې اقدام دفاع کوي او دا د تشریح شويو "اسلامي قوانینو" عملي کېدل بولي.