په خيبر کې د پوليسو سرتېری وژل شوی

په وروستیو کې په خیبر کې پر پولیس سرتېرو حملې زیاتې شوې دي - پخوانی انځور

د خيبر پولیس وايي چې وسلوالو د هغې ضلعې په باړه کې د پولیسو یو سرتېری وژلی دی.

د دې ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال ریډيو ته وویل چې د چارشنبې (شورو) پر ماښام وسلوالو د باړې په شلوبر کې د پولیسو پر سرتېرې ډزې وکړې او زخمي یې کړ چې د درملنې لپاره د پېښور حیات اباد روغتون ته انتقال شو.

د ده په وینا، ندیم خان وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

پر پولیس د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ: په خیبر کې د حقونو فعالان، استادان او خبریالان د وسلوالو له ګواښونو سره مخامخ دي

پولیس وايي چې د سرتېري جنازه د ډېسېمبر پر ۱۸مه شپې مهال د جمرود په کڅ پوليس لاینز کې وشوه چې پکې د خيبر ضلعې د پولیسو مشر مظهر اقبال، ډپټي کمېشنر او ځینو نورو چارواکو ګډون وکړ.

د خيبر په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په دې وروستیو کې پرپوځ، پوليسو،قامي مشرانو، سياسي او مدني فعالانو وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

د ناامنیو ضد ولسي پاڅونونه او احتجاجونه شوي چې پکې غوښتنه شوې ده چې حکومت دې سيمې له وسلوالو پاکې او امنیت دې پر ځای کړي.

پوځ او حکومت تل وايي چې د سيمې امنیت ښه کولو ته ژمن دي او په دې لړ کې يې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.