د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د بشري حقونو فعالان، استادان، او د پولیو ضد ډلو غړي وایي د وسلوالو ډلو لخوا د دړکو سره مخامخ دي.
د ډېسمبر پر ۱۳مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې د حقونو یو شمېر فعالانو وویل چې د تېرې څه مودې راهیسې وسلوال په سیمه کې خبریالانو، استادانو او روغتیايي کارمندانو ته بېلا بېلې دړکې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر پینځمه وسلوالو په خیبر کې د سرکاري سکول ښوونکی روح الامین د خپل ښوونځي مخې ته وواژه. د استادانو ټولنه وایي وسلوالو د بر قمبرخېل هغې سکول ته له دې وړاندې د برید دړکه ورکړې وه.
په خیبر کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن استازی سمیع الله اپریدي وایي چې څوک د امن لپاره غږ پورته کوي، د ستونزو سره مخامخ کېږي.
په خیبر کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پر ضد یې فعالانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي عدالت په نامه جرګه شوې وه چې پکې لسګونه زره خلکو کډون کړي وو. جرګې په سیمه کې د امن په ګډون یو شمېر پرېکړې کړې وې.
په خیبر کې سوداګر هم وايي چې ناامنۍ یې کاروبارونه اغېزمن کړي دي او له هدفي بریدونو او دړکو له کبله یو شمېر سوداګرو له سیمې څخه یا خو کډې کړي دي او یا د وتلو په هڅه کې دي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸زکال کې په خیبر او همدا راز په نورو قبایلي ضلعو کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې میلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونو خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.
بلخوا، د خیبر د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي وايي چې د سیمې امنیت ته ژمن دي، دړکو په اړه معلومات راټولوي او بیا یې د نورو کارروايیو لپاره د ترهګرۍ ضد څانګې پولیسو سره شریکوي.
د خیبر فعالانو او مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد په پراخه کچه د عملیاتو پرېکړه کړې ده، خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هلته د ممکنه پوځي عملیاتو خلاف په یوه خوله قرارداد منظور کړی دی.
د واکمن پاکستان تحریک انصاف عبدالغني او د جمعیت علمای اسلام (ف) عدنان وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په ګډه هغه پرېکړه لیک په اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې پکې په خیبر او د بنو په ځونیخېلو کې د ممکنه پوځي کاروايۍ مخالفت شوی دی.
په قرارداد کې ویل شوي چې پوځي عملیات د مسلې حل لاره نه ده او په ژمي کې د ممکنه عملیاتو په نتیجه کې کورونه پرېښوول به خلکو ته ستونزې ډېرې کړي.
په خیبر کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده خو امنیتي ځواکونه وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي کاروایو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په صوبه کې یې د ترهګرۍ مخنیوي هڅو لپاره شاوخوا اووه اربه روپۍ بېلې کړې دي. له دې علاوه، وزیراعظم شهباز شریف هم د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د لوړپوړو ولسي او امنیتي چارواکو غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د حکومت ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی.
خو د خیبر اوسېدونکي وايي چې په پوځي کاروایو کې وخت په وخت مالي او ځاني زیانونه ویني. د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره کړې وه.