د بر جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل جرګه وايي، پوځ د دوی په دوو کليو کې عمليات پيلوي او ورته ويل شوي چې له هغو ځایونو کډې بار کړي.
مکیین د بر جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې د دیسمبر پر ۲۱مه پکې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي وو. د هغه برید مسوولیت تخریک طالبان پاکستان قبول کړی وو.
د مکين د جرګې مشر ملک سعيد انور د دیسمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، پوځ د دشکې او اباخېل کليو اوسېدونکو ته د دیسمبر د ۲۵مې نېټې تر دوو بجو پورې وخت ورکړی دی چې کورونه خالي کړي. نوموړي وویل، جرګې يې په دغه اړه له امنيتي او هم انتظامي چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه، خو و نه توانېده. ده البته زياته کړه چې د بر جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر ورسره په پرونۍ ليدنه کې د عملياتو د پيل خبره تاييد کړې ده.
هغه زیاته کړه:"موږ پوځ ته او حکومت ته وایو چې عملیات خو تر دې وړاندې هم وشول خو څه نتیجه یې ورنه کړه. نو موږ د کلیو پرېښودلو ته تیار نه یو. که په زوره مو وباسئ نو دا بیا بله خبره ده. موږ مجبور یو ځکه چې نه د حکومت سره مو زور رسېږي او نه هم د طالب سره، ولس مجبوره دی."
دا هم وګورئ: د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مکين کې د پوځي برېګېډ ودانۍ مخې ته پرلت وهلیپه مکين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ رحمت شاه بيا وايي چې د سيمې خلکو ۱۰ کاله پخوا هم د وسلوالو د ځپلو په موخه قربانۍ ورکړې وې، خو سيمه يې ارامه نه شوه. هغه وايي: "پوځ دشکه او اباخېل کلي خالي کوي خو د دواړو کلو سره څلور پنځه کلي نور هم تړلي دي نو دا ټول کلي به ورسره په عذابېږي. موږ به ورته دا کلي په خوشالۍ خالي کړو خو څه ذمه واري شته چې مسله به حل شي؟ څوک به لیکلي راکړي چې له دې سره به امن راشي. موږ دا لس کلونه کېږي چې کورونه، سکولونه او جوماتونه مو ړنګ دي، دلته له ولس سره دوه مخې پالیسي روانه ده، عوام یقینا چې مجبور دي."
د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې هم په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول.
پوځ او يا هم د بر جنوبي وزيرستان انتظاميې په مکين کې د عملياتو د پيل په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغه سيمې يو استازي، د واکمن تحريک انصاف ګوند اصف خان تاييد کړې چې پوځ په يادو کليو کې د اپرېشن پلان لري. نوموړي زياته کړې، له اعلا وزير علي امين ګنډاپور او د هغه له يوه ورور، چې د قامي اسمبلۍ غړی دی، سره په رابطه کې دی چې له بې کوره کېدونکيو خلکو سره د حکومتي مرستو پلان ورسره شريک کړي.
هغه وویل: "موږ ته ویل شوي چې عملیات خامخا کېږي او دا دوه کلي به خالي کېږي. اوس زموږ کوشش دا دی چې خلکو ته کم نه کم تکلیف ورسېږي. په دې ژمي کې چې دا خلک ویستل کېږي نو هڅه مو دا ده چې د خلکو د راوتلو، هستوګنې او خوراک انتظام وکړو."
د مکين جرګې مشر ملک سعيد انور مشال راډيو ته ويلي چې د درې مسيد په نوم د سيمې لويه جرګه به د دیسمبر پر ۳۰مه په خپله غونډه کې د ممکنه پوځي عملياتو او روانې ناامنۍ اړوند پرېکړې کوي.