د بر جنوبي وزیرستان د سروکۍ (سروېکۍ هم بلل کېږي) تحصیل د سپلاتوي اوسېدونکي وايي، پوځ یې پر کلي د توپونو او مارټر ګولۍ ویشتلې دي چې له کبله یې دوی له خطر سره مخامخ دي.
د کلي دوو اوسېدونکو ګلزار او ډاکټر عصمت الله د ډېسېمبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې پوځ اکثر شپې مهال درنې وسلې کاروي او د کلي خلک "له وېرې خوب نه شي کولای."
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د درې مسیدو جرګې له حکومته غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې امن پر ځای کړي.
د جرګې یو مشر ډاکټر شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، پوښتنه کوي چې په سیمه کې یې بېلا بېل عملیات وشول او هر ډول وسلې وکارول شوې خو بیا هم ولې امن بحال نه شو؟
پوځ لا د خلکو د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.
د جنوبي وزیرستان یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط پوځ د سروکۍ په سپلاتوي کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
ضلعي انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د امنیت لپاره د وسلوالو پر وړاندې اقدامات اړین دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) روانه میاشت د خیبر پښتونخوا په ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروتو او په ټل کې د استخباراتي معلوماتو پر مهال په عملیاتو او نښتو کې د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کړې دي. پوځ وايي چې د ډېسېمبر پر اوومه په ټل کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې شپږ سرتېري هم ووژل شول.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د رپورټ له مخې، په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري هم شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د سرتېرو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده او نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.