د پاکستاني پوځ تر امر وروسته، له مکين څخه سلګونو کورنيوو کډې وکړې

له دشکې او اباخېلو خلکو د پوځ په امر کډې راویستلې دي: انځور دیسمبر ۲۵، کال ۲۰۲۴

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو یو مشر، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او ځايي خلک وايي، د دیسمبر په ۲۵مه د دشکې او اباخېلو سلګونه کورنۍ د پوځ په امر نورو سیمو ته کډه شوې دي.

تر دې وړاندې د بر جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل جرګې د دیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي وو چې پوځ ورته ویلي چې خلک دې د دواړو کلو نه ووځي ځکه چې پوځ هلته د وسله والو پر ضد عملیات کول غواړي. هغه مهال جرګې ویلي وو چې کلي به نه خالي کوي.

مکین د بر جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې د دیسمبر پر ۲۱مه پکې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي وو. د هغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی وو.

په مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر منهاج مسید د دیسمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د پوځ له امر وروسته خلکو کډې ویستل پیل کړې دي. "خلک پیدل، په تکلیف او پریشانۍ کې له کلو وتلي او مکین ته راغلي دي. انتظامیې خلکو ته هېڅ قسمه سهولت نه دی برابر کړی. پښتون ژغورنې غورځنګ خلکو ته د شل ـ دوه ویشتو ګاډو بندوبست کړی وو. دا خلک د مکین په مختلفو کلو کې خواره واره شول. زموږ ملګرو د راوتلو کورنیو حساب نیولی تر ۲۵۰ پورې کورنۍ راوتلې دي."

نوموړي زیاته کړه چې د پوځ په امر دا خلک وویستل شول خو د بر جنوبي وزیرستان د مکین سیمې انتظامیې نه دغو کورنیو ته د استوګنې بندوبست کړی دی او نه هم د خوړو. خو بل لوري ته د لدا سب ډویژن پولیسو مشر هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې خلکو له پوځ نه غوښتنه کوله چې ورته دې وخت ورکړل شي خو له هغې غاړې ورته وخت ورنه کړل شو. هغه وویل: "نن له سهاره د کډو ویستلو لړۍ پیل شوې، ډاټسنې لېږو او خلک راوباسو، تر اوسه دوه، دوه نیم سوه پیرې به مو لګولې وي، پولیس د خلکو سره ځي او راځي او خلک راوتلي دي. د خلکو د راویستلو لپاره د ګاډو کرایې پولیس ورکوي."

د نوموړي په وینا خلک د پولیسو له رویې خوشاله دي. مشال راډیو سره کډه شویو خلکو خبرې نه دي کړې نو د پولیسو د ادعا سپیناوی دم ګړۍ ته ناشونی برېښي. پوځ او انتظامیې تر دې مهاله په اباخېلو او دشکي کې د عملیاتو د پیلولو په اړه رسما څه نه دي ویلي.

پولیس وايي د هغوی په نګرانۍ کې خلک په ډاټسنو کې کډې راوباسي: انځور دیسمبر ۲۵، کال ۲۰۲۵

تر دې وړاندې د مکين د جرګې مشر ملک سعيد انور د دیسمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته ویلي وو چې پوځ د دشکې او اباخېل کليو اوسېدونکو ته د دیسمبر د ۲۵مې نېټې تر دوو بجو پورې وخت ورکړی دی چې کورونه خالي کړي. نوموړي وویل، جرګې يې په دغه اړه له امنيتي او هم انتظامي چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه، خو و نه توانېده. ده البته زياته کړه چې د بر جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر ورسره په پرونۍ ليدنه کې د عملياتو د پيل خبره تاييد کړې ده.

هغه زیاته کړه:"موږ پوځ ته او حکومت ته وایو چې عملیات خو تر دې وړاندې هم وشول خو څه نتیجه یې ورنه کړه. نو موږ د کلیو پرېښودلو ته تیار نه یو. که په زوره مو وباسئ نو دا بیا بله خبره ده. موږ مجبور یو ځکه چې نه د حکومت سره مو زور رسېږي او نه هم د طالب سره، ولس مجبوره دی."

په مکين کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ رحمت شاه بيا ویلي وو چې د سيمې خلکو ۱۰ کاله پخوا هم د وسلوالو د ځپلو په موخه قربانۍ ورکړې وې، خو سيمه يې ارامه نه شوه. هغه وايي: "پوځ دشکه او اباخېل کلي خالي کوي خو د دواړو کلو سره څلور پنځه کلي نور هم تړلي دي نو دا ټول کلي به ورسره په عذابېږي. موږ به ورته دا کلي په خوشالۍ خالي کړو خو څه ذمه واري شته چې مسله به حل شي؟ څوک به لیکلي راکړي چې له دې سره به امن راشي. موږ دا لس کلونه کېږي چې کورونه، سکولونه او جوماتونه مو ړنګ دي، دلته له ولس سره دوه مخې پالیسي روانه ده، عوام یقینا چې مجبور دي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې هم په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول.

په ورته وخت کې، په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د هغه سيمې يو استازي، د واکمن تحريک انصاف ګوند اصف خان تاييد کړې چې پوځ په يادو کليو کې د اپرېشن پلان لري. نوموړي زياته کړې، له اعلا وزير علي امين ګنډاپور او د هغه له يوه ورور، چې د قامي اسمبلۍ غړی دی، سره په رابطه کې دی چې له بې کوره کېدونکيو خلکو سره د حکومتي مرستو پلان ورسره شريک کړي.

هغه وویل: "موږ ته ویل شوي چې عملیات خامخا کېږي او دا دوه کلي به خالي کېږي. اوس زموږ کوشش دا دی چې خلکو ته کم نه کم تکلیف ورسېږي. په دې ژمي کې چې دا خلک ویستل کېږي نو هڅه مو دا ده چې د خلکو د راوتلو، هستوګنې او خوراک انتظام وکړو."

د مکين جرګې مشر ملک سعيد انور مشال راډيو ته ويلي چې د درې مسيد په نوم د سيمې لويه جرګه به د دیسمبر پر ۳۰مه په خپله غونډه کې د ممکنه پوځي عملياتو او روانې ناامنۍ اړوند پرېکړې کوي.