د سني او شيعه مشرانو ترمینځ د سولې پر تړون سربېره په پاړه چینار کې احتجاج دوام لري

د پاړه چینار پرېس کلب مخې ته په احتجاج کې شریک کسان پر سړک ناست دي ـ د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر ۲۶مې انځور.

په داسې حال کې چې په کورمه کې د سولې لپاره شیعه او سني ډلو مشرانو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کواټ کې د سولې تړون لاسلیک کړ، په پاړه چینار کې د ځایي ولس احتجاجي ناسته لا هم دوام لري.

احتجاج کوونکي وايي چې د جرګې تایید کوي، خو تر هغه وخته چې د پاړه چینار لویه لاره نه وي پرانيستل شوې او امنیت نه وي باوري شوی، احتجاج ته به دوام ورکوي.

د بره کورمې تحصیل چېرمېن اغا مزمل حسین د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي تر څنګ د شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو روزګارونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې د کورمې ستونزه یوه بشري مسله ده او باید پر دې سیاست ونه شي. نوموړي وویل چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا حکومتونو او وفاقي حکومت سیمې ته درمل او خوراکي مواد لېږلي دي، خو د هغه په خبره دا د ۶۵۰،۰۰۰ خلکو لپاره کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د ترینګلتیا ختمولو لپاره د شیعه او سني لورو ترمينځ لوظنامه لاسلیک شوې چې ترمخه یې د وسلو سپارلو تګلاره به په ۱۵ ورځو کې جوړېږي، سنګرونه به ړنګېږي او بې کوره شوي کسان به خپلو سیمو ته ستنېږي. دا راز د ځمکو شخړې به د اسنادو له مخې هوارېږي، او پر ټولنيزو شبکو به د کرکې خپروونکو پر ضد اقدامات کېږي.

دا هم وګورئ:

د کورمې شيعه او سني مشرانو د سولې پر لوظنامې لاسليکونه کړي د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د کورمې لارې به هله خلاصېږي چې وسلې راټولې شيد پاکستان په ځينو ښارونو کې، د کورمې د پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ کې احتجاجونه شوي ديکورمه: شیعه او سنیانو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه جاري ساتلي

دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ. په دغو دواړو پېښو کې ۱۷ کسان ووژل شول. چارواکو ويلي ول، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

تر هغه وروسته د کورمې لويې لارې وتړل شوې چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کوي.

په کورمه کې د څه کم دريو مياشتو راهیسې د لارو بندېدو له امله د خوراکي توکو، درملو، تېلو، د سون لرګيو او ګيس په ګډون د اړتیا وړ توکو سخت کمښت رامينځ ته شوی، او ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاړه چينار سړک د امنيت لپاره به امنیت لپاره د ۳۹۹ ځانګړو پوليس سرتېرو ځواک ګوماري. د دې ډلې لومړنۍ دنده به د لویې لارې خوندي کول وي او په سیمه کې به په هر څو کیلوميټرو کې پوستې جوړېږي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.