د کورمې د پاړه چنار د پرلتوالو د غوښتنو په ملاتړ کې د مجلس وحدت المسلیمين د احتجاج له امله د دیسمبر پر ۲۹ د کراچۍ ښار په مختلفو سيمو کې ټرافيک بند وو.
په هغه ورځ د دغه احتجاج شپږمه ورځ وه چې د کراچۍ په مختلفو سيمو کې روان وو. د دې ترڅنګ په پېښور او د پاکستان په ځينو په نورو ښارونو کې هم د کورمې د پرلتوالو په ملاتړ تر پرون پورې احتجاجي ناستو دوام درلود.
احتجاج کونکو ته په وینا کې د مجلس وحدت المسلیمین مشر علامه راجه ناصر عباس رضوي وویل چې په پاړه چینار کې خلک ډېر په مشکل دي. لارې بندې دي، تر دې چې خلک خپل مړي هم نه شي وړلای. د خوراک شیان ختم شوي دي، او حکومت تر اوسه لارې نه دي خلاصې کړې. زموږ احتجاجونه په ټول هېواد کې روان دي.
رضوي وویل چې څوک فکر کوي چې دوی به له احتجاجونو ستړي شي، نو دا د هغوی تېروتنه ده. هغه له پرلتوالو غوښتنه وکړه چې د احتجاج په مهال لارې دې بندې نه کړي ځکه چې دوی د لارو خلاصولو لپاره احتجاج کوي، او د لارې بندول ناسم کار دی.
پرلتوال غوښتنه کوي چې د ټل-پاړه چنار لاره دې خلاصه کړل شي او په هغه سيمه کې دې امنیت ټينګ کړل شي. د کراچۍ سربېره په اسلام اباد او پېښور کې هم په کورمه کې د بندو لارو د خلاصولو او هلته د امنیت لپاره احتجاجونه شوي دي.
دا راز شیعه ګان له شاوخوا یو نیمې اونۍ راهيسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو بیا درې ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی وو.
په بګن کې د تري منګلو ملک میین منګل د دیسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د احتجاج هدف یې د امن بحالي ده چې یوازې هغه وخت ممکن ده چې له دواړو خواوو څخه وسلې ټولې شي، مورچې ړنګې او د ناقانونه تنظیمونو پر وړاندې عملیات ترسره شي.
بلخوا په پاړه چینار کې شیعه احتجاج کوونکي ۱۱ بېلابېلې غوښتنې لري، خو اصلي هغه یې د ټل-پاړه چینار مرکزي سړک د تګ راتګ لپاره پرانستل دي. د سیمې مرکزي سړک او نورې لارې له شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهيسې د سني او شیع ډلو ترمینځ د شوو جګړو له وجې تړل شوې دي. په دې تازه نښتو کې ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د دیسمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.
په کورمه کې د دیسمبر پر لومړۍ نېټه چې کله جګړه ودرېده، حکومت د کواټ ښار ته شیعه او سني مشران راوبلل او هلته یې د راپورته شوو شخړو د حل لپاره جرګه پیل کړه. د درېیو اونیو لپاره روانه جرګه کې دواړو خواوو پر ۱۴ موضوعاتو خبرې وکړې او پر ټولو یې توافق راغی، خو د وسلو پر راټولولو لا هم اختلاف شته.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د خیبر پښتونخوا حکومت د لارو بندېدو له وجې، کورمې ته د هیلي کاپټر له لارې د خلکو د لیږدولو خدمت پیل کړی دی. همدراز روغتونونو ته دوایانې هم د هوا له لارې لېږل کېږي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.