د خیبر سیاسي او قبایلي مشران له امنیتي ځواکونو سر ټکوي

د پاکستان پوځ دا تور ردوي چې ګواکې دوی عام ولس ځوروي. (انځور: ارشیف)

د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران وايي، په تیرا کې ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونه رسوي.

دوی د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

دې مشرانو غوښتنه کړیده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه دې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال عام وګړو ته د ځاني او مالي تاوانونو مخه ونیسي.

دا هم وګورئ: خیبر سیاسي اتحاد: ریاست په قبايلي سيمو کې يوازې خپلې ګټې ګوري او پرمختيايي‌کار نه کوي

د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپریدي وویل چې " په تیرا کې خلکو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان د امنیتي ځواکونو له خوا اوښتی دی. وسلوال یوازې ورځي او له کورونو ډوډۍ اخلي خو امنیتي عسکرو، چاپې وهي، ډزې کوي او خلک وژني."

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت له خوا ولس ته د خوندیتوب هیڅ باور لا نه دی ورکړل شوی.

خو له باړې او تیرا منتخب شوي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عبدالغني مشال راډیو ته ویل چې دوی دې مسلې ته پام کړی دی.

دا هم وګورئ: په شمالي او جنوبي وزیرستان کې "پوځ پر کورونو توغندي ویشتلي"، ميرلي کې ۵ کسان ژوبل شوي

ده وویل چې دوي د سیاسي او قبایلي مشرانو یوه نماینده کمیټي جوړه کړې او سول او پوځي چارواکو سره یی ملاقاتونه شوي او امنیتي ځواکونو باور ورکړۍ چې په تیرا کې به بیا ولسي وګړي نه په نښه کیږي.

په خیبر کې میشت امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې هلته یوازې وسلوال په نښه کوي او د دې عملیاتو پرمهال د دوي افسرانو او سپایانو هم خپل ځانونه د لاسه ورکړي او په دې سیمه کې امن ته ژمن دي.