پي ډي اېم ای د کورمې په نښتو کې اغېزمنو ته مرستې اعلان کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خيبر پښتونخوا کې د طبیعي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) په کورمه کې په فرقه ايزو نښتو کې د وژل شويو کسانو کورنيو سره د مالي مرستو فنډونه جاری کړي دي. د اداري وياند میا عادل ظهور د جنورۍ پر څلورمه، مشال راډيو ته وویل چې متاثره کورنيو لپاره ۱۵ کروړه روپۍ جاري شوي دي او مالي زیانونو په اړه سروي دوام لري. ده زیاته کړه چې اغيزمنيو شويو کورنیو سره نوري مرستي هم رواني دي.