د مارچ پر ۱۲مه، د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تورخم دروازې د تړل کېدو ۲۰ ورځې پوره شوې.
د لارې خلاصولو لپاره د پاکستان او افغانستان جرګو د مارچ پر نهمه خبرې کړې دي خو نتيجه یې نه ده ورکړې. د هغې جرګې غړيو مشال راډيو ته ويليچې تمه ده نن (د مارچ پر ۱۲مه) به يو ځل بيا د دواړو خواوو د ولسي مشرانو جرګه په دويم ځل له يو بل سره وګوري.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت يو پلاوي هم په صفري نکته کې څو ځلې له پاکستانيو چارواکو سره ليده کاته کړي خو دواړه لوري کومې پرېکړې ته نه دې سره رسېدلي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د فرورۍ پر ۲۱مه د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د سنګرونو او تاسيساتو جوړولو پر سر تر لانجې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول ډول تګ راتګ لپاره وتړله. پاکستان تور پورې کړی چې طالبانو په ممنوعه سیمه کې مورچل جوړاوه خو طالبان دا نه مني او وايي په خپله خوا کې یې پوسته رغوله.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ شریکې خونې ويلي چې د دې لارې له بندېدو سره د تورخم دروازې دواړو خواوو ته زرګونه سامان وړونکي ګاډي ولاړ پاتې دي او دوی ته د مېليونونو ډالرو تاوانونه رسېدلي دي.