شنونکي وايي حکومت د بلوچستان پر ناامنۍ سیاست کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پاکستان کې د دفاعي او سیاسي چارو شنونکي وايي چې د پاکستان ریاست د بلوچستان امنیت موضوع جدي نه نیسي. دوی وايي، د مارچ پر ۱۱مه په بولان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) تر برید او محاصرې وروسته په قامي اسمبلۍ کې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وینا ښيي چې حکومت لا هم پر دې مسله سیاست کوي. دوی وايي، حکومت ته په کار دي چې د مخالف ګوند تحریک انصاف د کنټرولولو پر ځای په بلوچستان کې د ناامنۍ ختمولو لپاره له اپوزیشن سره ګډ کار وکړي. تفصیل په رپورټ کې.