د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نوشکي او قلات کې وسلوالو ۴ پولیس او ۴ مزدوران وژلي دي


د پاکستان د پوځ یو سرتېری په بولان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي تر برید وروسته پر یو تمځي پهره کوي - د مارچ ۱۲مې انځور.
د پاکستان د پوځ یو سرتېری په بولان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي تر برید وروسته پر یو تمځي پهره کوي - د مارچ ۱۲مې انځور.

چارواکي وايي، د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو نوشکي او قلات کې وسلوالو په دوو حملو کې څلور پولیس او څلور مزدوران وژلي دي.

د پاکستان اج نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو او نورو رسنیو د پولیسو او ضلعي چارواکو په حواله وايي چې وسلوالو د مارچ پر ۲۲مه شپې مهال د نوشکي په غریب اباد کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل.

د نوشکي د پولیسو مشر هاشم محمود اج نیوز ټېلېوېژن ته ویلي دي چې پولیسو په سیمه کې عادي ګزمه کوله چې د برید ښکار شول.

اج نیوز او اې ار وای نیوز د ضلعي چارواکو په حواله وايي چې وسلوالو پر هم هغه ورځ د قلات په منګوچر کې څلور مزدوران وژلي دي.

اج نیوز ټېلېوژن د ضلعي چارواکو په حواله وايي چې مزدورانو په ملنګزي کلي کې برمه کوهی (ټیوب وېل) واهه چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

دوی زیاتوي چې وژل شوي مزدوران د پنجاب اوسېدونکي ول او مړي یې نېږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوشکي او قلات د بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مارچ پر ۱۸مه په پښتون مېشته سیمه ژوب کې په چاودنه کې یو پوځي افسر او یو سرتېری ووژل شول. د هغې چاودنه مسوولیت هم چا نه وو منلی.

تر دې مخکې د یوې اونۍ په موده کې د کوټې، بولان او نوشکي په ګډون د صوبې په ډېریو برخو کې وسلوالو بریدونو ګڼو سرتېرو ته مرګژوبله واړوله.

په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د مارچ پر ۱۸مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.


XS
SM
MD
LG