د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پښتنو ترمینځ د ځمکو د لانجو د هواري هڅې کوي.
نوموړي د نومبر پر ۲۴مه د ژوب ډېوېژن پر کچ د دوه ورځنۍ جرګې پیلېدو پر مهال مشرانو ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو ټولې قبیلې به د خپلو مشرانو نومونه ورکوي چې مسلې هوارې کړي. "موږ ټولو قبیلو ته وایو چې د خپلو هغو مشرانو نومونه راکړئ چې په جرګه پوهېږي. نواب ایاز جوګېزي ته مې خواست کړی دی، وخت به ورکوئ چې دا مسلې هوارې کړو."
د خیبر پښتونخوا په څېر د بلوچستان په مختلفو برخو کې هم د ولسونو او کورنیو ترمینځ د ځمکو پر سر لسیزې پخوانۍ لانجې موجودې دي.
د ژوب جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو د هغې لړۍ برخه ده چې اعلان یې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې په خبري غونډه کې کړی وو. نوموړي هغه مهال ویلي ول چې هغه جرګې د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره ورغواړي.
په دې ترڅ کې لومړۍ دوه ورځنۍ جرګه د نومبر پر نهمه او ۱۰مه په بوري (لورالايي) ډېوېژن کې وشوه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ژوب جرګې ته په وینا کې په سیمه کې زیاتې شوې ناامنۍ ته په اشاره وویل چې دا "د حکومت ګناه ده" چې د ولس د ژوند او مال ساتنه نه شي کولای.
نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې "پوره وړتیا لري" خو بیا یې هم "د پښتنو پر وژل کېدو سترګې پټې" کړې دي.
نوموړي زیاته کړه چې پر هم دې موضوع یې د جرګو لړۍ پیل کړې ده او غواړي چې پښتانه ورسره "تر سیاسي تعلق بالاتر خپل فکر شریک" کړي.
محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې تر دې وروسته به د سېوۍ ډېوېژن، کوټې او پښین ډېوېژنونو پر کچ هم ورته جرګې کوي.
نوموړي دا تور هم پورې کړ چې "پاکستان پښتانه نړۍ ته د ترهګرو په توګه ورپېژني."
خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې بې له توپیره په ملک کې د اوسېدونکو ټولو ولسونو د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.
په جرګه کې د ژوب او شېرانیو د قبایلي مشرانو او سیاسي فعالانو تر څنګ د یوشمېر نورو سیمو سیاسي فعالان او قبایلي مشران هم ګډون کوي.
هغوی په خپلو ویناګانو کې پر طبیعي زېرمو د واک غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د امنیتي پوستو پر کردار نیوکې وکړې او پوښتنه یې وکړه چې حکومت د امن پر ځای کولو اعلانونه کوي خو عملاً به دا کار کله کوي؟
تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې محمود خان اڅکزي هم د بوري جرګې پر مهال په بلوچستان کې پر خراب امنيت اندېښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې اېف سي ځواک دې یا وضعیت سم کړي او یا دې له پښتنو سیمو ووځي.
محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۱۰مه د خپل ګوند په کوربه توب په لورالايي (بوري) کې د دوه ورځنۍ جرګې پر وروستۍ ورځ په وینا کې وویل چې په سيمه کې د ناامنۍ پېښې روانې دي او بريدګر په تېښته کې بریالي کېږي.
د پاکستان سرحدي ځواکونو يا اېف سي او د بلوچستان حکومت لا د ژوب او بوري په جرګو کې د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د نومبر پر نهمه په کوټه کې په یوه خبري غونډه کې وويل چې د امنيت ښه کولو لپاره به اېف سي ته نور واک ورکوي.
دا هم وګورئ:
محمود خان اڅکزی: اېف سي ځواک دې يا امنيت برابر کړي يا دې زموږ له سیمو ووځيمحسن نقوي: په بلوچستان کې امنيت ښه کولو لپاره اېف سي ځواک ته نور واک ورکوود امن لپاره دوه ورځنۍ "ولسي جرګه" په لورالايي کې پيل شوې دهکوټه کې د اورګادي په تمځای کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي، ۵۳ يې ژوبل کړي ديد لورالايي د جرګې پر لومړۍ ورځ د کوټې د اورګاډو په تمځي کې په ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول. د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه جرګې پر داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.
د نومبر پر ۱۵مه شپې مهال په بلوڅ مېشه سیمه قلات کې وسلوالو د ملېشې ځواک پر پوستې برید وکړ چې پکې لږ تر لږه اووه سرتېري ووژل او ۱۳ ټپي شول.
بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه.
تر هغې وړاندې د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان ووژل او درې ژوبل شول.
په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د نومبر پر ۱۲مه یې شپې مهال په بلوڅ مېشته کېچ ضلع کې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې يې څلور مشکوک وسلوال ووژل.