د لاسرسي ځای

محسن نقوي: په بلوچستان کې امنيت ښه کولو لپاره اېف سي ځواک ته نور واک ورکوو


د پاکستاني پوځ مشر، د کورنيوو چارو وزیر او د بلوچستان وزیراعلی د وژل شويو په جنازه کې
د پاکستاني پوځ مشر، د کورنيوو چارو وزیر او د بلوچستان وزیراعلی د وژل شويو په جنازه کې

د پاکستان کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي وايي په بلوچستان کې د امنيت ښه کولو لپاره یې ګڼ تدابیر په پام کې دي چې يو پکې هلته سرحدي ځواکونو يا اېف سي لا نور قوي کول دي.

نقوي د نومبر پر نهمه، په کوټه کې تر ځانمرګي برید وروسته بلوچستان ته ورغلی وو. نوموړي دا خبرې خبریالانو ته وکړي او زیاته یې کړه چې که له یوې خوا ناامني زیاته شوې ده نو له بلې خوا د امنيتي ځواکونو هلې ځلې هم د ستايلو دي. هغه دعوه وکړه چې په دې وروستيوو کې یې څو ځانمرګي بریدګر خپل هدف ته تر رسېدو دمخه نيولې دي.

نقوي وويل چې د پولیسو د غفلت په اړه به تحقیقات کېږي. "موږ په تېره يوه اونۍ کې څلور یا پينځه ځانمرګي بریدګر نيولي دي. زه په تېرو څو مياشتو کې لس يا دولس ځلې د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته تللی یم. دا په دې معنی ده چې وفاقي حکومت له بلوچستان سره په امنيت ساتلو کې پوره مرسته کوي. موږ لګيا یو،‌ ځيني ګامونه اخلو. په هغوی کې اېف سي ځواکونو ته نور واک ورکول شامل دي چې خپل کار په ښه طریقه ترسره کړای شي."

د نومبر پر نهمه، د کوټې په رېلوی سټېشن (د اورګاډي تمځای) کې يو ځانمرګی برید وشو چې د چارواکو په وينا د وژل شويو شمير پکې ۲۶ ته رسېدلی او ۶۲ نور ژوبل دي. د دې حملې ذمه واري له پاکستان د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي پر غاړه واخیسته او ادعا یې وکړه چې په دې ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتیري په نښه کړې چې د پوځي ټرينينګ يا روزنې تر ختمېدو وروسته، په جعفر اېکسپريس کې کوټې ته ستنېدل.

د کوټې ډيپټي کمېشنر حمزه شفقات تر حملې وروسته، مشال راډيو ته ويلي وو چې د برید هدف امنيتي ځواکونه وو خو ولسي وګړيو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. د نوموړي په خبره د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

پاکستاني جنرالانو تابوته ته اوږې ورکړې دي
پاکستاني جنرالانو تابوته ته اوږې ورکړې دي

د نومبر پر نهمه، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم کوټې ته ورغلی وو. هغه د وژل شويو پوځيانو په جنازه کې ګډون وکړ. د پوځ د عامه اړيکو څانګې د نومبر پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې جنرال منیر په کوټه کې تر جنازې وروسته د برید د زخميانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغی او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې هوډ یې تازه کړ.

له نقوي سره د خبري غونډې په مهال د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي هم موجود وو. هغه وويل چې وسله وال به بریاليتوب ته نه پريږدي. بګټي د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې امنيتي ځواکونه ولې د بریدونو په مخنيوي کې کاميابه نه دي، وويل چې امنيتي ادارې باید وستايل شي ځکه چې په وينا یې هره ورځ د وسله والو په وړاندې جنګېږي.

په بلوچستان کې دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې هلته په لورالای کې د امن لپاره د ولسي جرګې په نامه غونډه شوې. د نومبر پر نهمه دا جرګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند ورغوښتې ده. د دې ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ګډونوالو ته د وینا په مهال پر امنيتي ځواکونو نيوکې کړې دي. هغه پوښتنه کړې چې "څنګه ممکنه ده چې امنيتي ځواکونه دې هر ځای موجود وي خو بیا هم وسله وال بریدونه کوي"؟ هغه ويلي چې د پاکستان حکمرانان د ناامنۍ په اړه ولس ته رښتيا نه وايي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG