اېمل ولي خان: پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره پر خپله خاوره "وسلوال ساتلي" دي

اېمل ولي خان په سوات کې د ګوند یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان ادعا کړې چې پاکستان د افغانستان د "بې ثباته" کولو لپاره پر خپله خاوره "وسلوال ساتلي" دي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۴مه د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې د وينا پر مهال وويل چې "پاکستان له امريکا او چين سره دوه مخې لوبه کوي او طالبان او ترهګر يې ساتلي دي."

د پاکستان حکومت لا د نوموړي د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې بې له توپیره د وسلوالو ضد کاروایانې کوي.

وفاقي حکومت دا راز تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي او د هغې ډلې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې حملې کوي.

البته د طالبانو حکومت دا تور ردوي او ټینګار کوي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځای نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت داراز وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي او زیاتوي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان چې کله وزیراعظم وو نو له افغانستانه یې په "زرګونو وسلوال" پاکستان ته وروستل.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تحريک انصاف د تېر حکومت پر مهال له وسلوالو طالبانو سره د اوربند د موافقې په اړه عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات د ۲۰۲۱ز کال په پای کې پيل شول چې په لومړي سر کې پټ ساتل شوي ول، خو هغه وخت په ډاګه شول چې کله د پاکستان حکومت کابل ته يوه ۵۰ کسيزه جرګه ولېږدوله.

هغه مذاکرات په کابل کې د طالبانو حکومت په مينځګړتوب پرمخ تلل، او ټي ټي پي او اسلام اباد د ۲۰۲۲ز کال په جون کې د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان وکړ.

وروسته ټي ټي پي د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند په ماتولو خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر وکړ.

تر دې مخکې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د ۲۰۲۳ز کال په فبرورۍ کې د وفاقي کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې له "پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟" نوموړي زیاته کړې وه چې حکومت "ترهګري ختمه" کړې وه خو پر دې سربېره امنیت خراب شوی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم په تېرو وختونو کې د تحریک انصاف پر پخواني حکومت انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې له ټي ټي پي سره یې په مذاکراتو هېواد په "ترهګرۍ ضد جګړه کې ۱۰ کاله شا ته بیولی" دی.

پاکستان تحریک انصاف لا د اېمل ولي خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه ګوند رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي ول چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې یې په واکمنۍ کې له ناقانونه ډلې ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو پرېکړه "ټولو برخوالو" په شریکه کړې وه.

دا هم وګورئ:

د سوات پولیسو په مټه کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې دهد سوات سوداګرو اتحاديې د سفيرانو پر امنيت ګومارل شوي پوليس ګاډي د بريد د عدالتي پلټنو غوښتنه کړېشمالي وزيرستان کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې مرګژوبله اړولې دهاېمل ولي خان خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په اړه د پارلېمان ګډې غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده

له تېرو دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او یوشمېر جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه په سوات کې د پولیسو پر ګاډي په چاودنه کې یو سرتېری ووژل او درې ژوبل شول. تر دې دوه ورځې مخکې وسلوالو وسلوالو په بنو او شمالي وزیرستان کې د یو استخباراتي افسر په ګډون دوه تنه وژلي او درې ژوبل کړي ول او پر هم هغه ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته په وسلوال برید کې شپږ پوځیان ووژل شو او ۱۰ نور ژوبل شو.

خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او سرتېري د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې قربانۍ ورکوي.

د پاکستان پوځ او پولیس وخت په وخت په نښتو او عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. د سوات پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۵مه وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په مټه کې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول او دوه سرتېري ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ مخکې پوځ وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې د نښتې پر مهال پينځه مشکوک وسلوال وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي. پوځي سرچینو مشال راډیو ته زیاته کړې وه چې په نښته کې څلور سرتېري هم ژوبل شوي ول.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.