عدالت د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور د پوښتنو لپاره زندان ته استولی دی

علي امین ګنډه پور (له کیڼ لوري لومړی) د تحریک انصاف له مخکښه سیاستوالانو یو دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان یو عدالت د پاکستان تحریک انصاف یو مخکښ سیاستوال او د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو پخوانی وزیر د پلټنو په موخه د شپږو ورځو لپاره په عدالتي تحویل کې زندان ته استولی دی.

عدالت د اپرېل پر اوومه د هغه ښار په صدر تاڼه کې د ګنډه پور پرضد په یوه مقدمه کې د هغه ضمانت ومانه خو د اسلام اباد او لاهور په قضیو کې یې ضمانت ور نه کړ.

د ډېره اسماعیل د پولیسو ویاند ذوالقرنین یعقوب شاه د اپرېل پر اوومه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې ګنډه پور یې د اپرېل پر شپږمه شپې مهال د صدر تاڼې په قضیو د عدالت په وره کې ونیوه.

پولیس وايي، په هغو مقدمو کې پر ګنډه پور تور دی چې د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې سرغړونه یې کړې، سړکونه یې تړلي او د احتجاج پر مهال یې د ریاست پرضد نعرې وهلې دي.

په پاکستان کې ضلعي انتظامیې او حکومتونه د عامه نظم ساتلو یا د ناامنۍ پېښو مخنیوي لپاره وخت په وخت د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه نافذوي چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

دا هم وګورئ:

د اسلام اباد پولیسو د پاکستان تحریک انصاف پر "مظاهرچیانو" مقدمې دایرې کړې ديد لاهور یو عدالت د تحریک انصاف تر ۱۰۰ زیات پلویان پولیسو ته سپارلي دي

د پولیسو په بیان کې راغلي دي چې پر علي امین ګنډه پور نورې مقدمې د هغه ویډیويي بیان پر سر دایرې شوې دي چې پکې هغه په مارچ کې د خپل ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ په صورت کې د پلازمېنې اسلام اباد د نیولو ګواښ کړی وو.

عمران خان چې د مارچ پر ۱۸مه د توشه خانې په قضیه کې د اسلام اباد عدالت ته حاضرېده نو پر هغه ورځ په پلازمېنه او تر دې مخکې دوه ورځې په لاهور کې د خان له کور سره نېږدې د تحریک انصاف ګوند د غړو او پلویانو او پولیسو او امنیتي سرتېرو ترمینځ د اخ و ډب پېښې هم شوې وې چې پکې لسګونه سرتېري ژوبل شوي ول او د ځواکونو ګاډو ته زیان اوښتی وو.

هغه مهال هم د اسلام اباد د رمنا تاڼېدار ملک راشد احمد د پولیسو په "ترهګرۍ ضد څانګه" کې د عمران خان او تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالانو علي امین ګنډه پور، اسد قیصر، شبلي فراز او مراد سعید پرضد مقدمې دایرې کړې وې.

ګنډه پور د اپرېل پر اوومه په عدالت کې پر ځان له لګېدلو تورونو انکار وکړ چې تر هغې وروسته قاضي هغه د پلټنو په موخه زندان ته واستاوه.

د پولیسو ویاند ذوالقرنین یعقوب شاه د اپرېل پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د پنجاب او اسلام اباد پولیس ډېره اسماعیل خان ته ورغلي ول او له عدالته یې د ګنډه پور د ورسپارلو درخواست وکړ خو قاضي د پوره اسنادو نه لرلو له کبله ور و نه سپاره.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تر څنګ د هغه ګوند یوشمېر مشرانو د علي امین ګنډه پور ګرفتاري غندلې ده.