په کوټه کې چاودنې د ۲ پولیسو په ګډ‌ون ۱۲ تنه ژوبل کړي دي

په بلوچستان کې په وروستيو کې بمي چاودنې او بريدونه زيات شوي دي ـ پخوانی انځور

پولیس وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د پولیسو د ګزمې ګاډی د کوټې پر شرقي بایپاس سړک تېرېده چې چاودنه وشوه چې پکې دوه سرتېري او ۱۰ ولسي وګړي ژوبل شول.

په کوټه کې د پولیسو د بمونو شنډولو څانګې ویلي دي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه.

د کوټې د سېول روغتون ویاند مرتضا بېګ وايي چې ژوبل کسان هغه روغتون ته لېږدول شوي چې د ډېریو وضعیت له خطره بهر دی.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیسو ویلي دي چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.

د بلوچستان حکومت پر پېښه خپګان ښوولی دی. اعلاوزیر میر سرفراز بګټي په یو بیان کې ویلي دي چې "ترهګر ختمول" یې د "حکومت ذمه واري" ده چې هرومرو یې ترسره کوي.

دا هم وګورئ:

ژوب: د سیاسي ګوندونو اتحاد د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پولیسو ته د روزنې او پرمختللو وسلو ورکولو غوښتنه کړېپه کچلاغ کې بمي چاودنې ۲ پولیس وژلي او یو یې ژوبل کړی دیمنير کاکړ: د بلوچستان مسله د ناسمو ریاستي پالیسیو دوام له وجې نه حل کېږي د بلوچستان حکومت د بشري حقونو فعالانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان په تور لېسټ کې اچولي

په بلوچستان کې بېلابېلې وسلوالې ډلې فعاله دي او په هغه صوبه کې په تېرو کلونو کې ناامني زیاته شوې ده چې پر ضد یې خلکو مظاهرې، کاربندیزونه او لاریونونه کړي دي. د سېپټېمبر پر ۲۳مه ګوندونو، تاجرانو او مدني فعالانو په ژوب کې د ناامنۍ پرضد کاربندیز کړی وو.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه د بلوچستان مرکز کوټې ته نېږدې په پښتون مېشته سیمه کچلاغ کې چاودنې دوه پولیس سرتېري وژلي او درېیم یې ژوبل کړی وو. اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

له دې پرته په وروستیو کې په بلوچستان کې د یوشمېر حملو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی دی.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې ۵۹ "ترهګر بریدونه" شوي چې ورڅخه یې ۲۹ په خیبر پښتونخوا، ۲۸ په بلوچستان او دوه په پنجاب کې شوي دي. په هغو بریدونو کې ګڼو ولسي او امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.