د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د بشري حقونو فعالانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان په تور لېسټ کې اچولي


په تور لېسټ کې اچول شوي اکثره هغه کسان دي چې په ګوادر کې یې په احتجاجي پرلت کې ګډون کړی وو.
په تور لېسټ کې اچول شوي اکثره هغه کسان دي چې په ګوادر کې یې په احتجاجي پرلت کې ګډون کړی وو.

د بلوچستان حکومت د سیاستوالانو، بشري حقونو فعالانو، پوهنتون استادانو او زده کوونکو په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات کسان د بندیزونو په تور لېسټ کې اچولي دي.

د صوبې کورنيوو چارو وزارت له خوا د سېپټېمبر پر ۱۰مه په خپره شوې خبرپاڼه کې پر هغو کسانو د وسلوالوو سره د همکارۍ تور پورې شوی دی. دا کسان د بندیزونو په لېسټ کې تر اچول کېدو وروسته له پاکستانه بهر سفر نه شي کولی او بانکي حسابونه یې کنګلېږي.

په دوی کې ډېری کسان د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټې هغه غړي دي چې د جولای له ۲۷مې څخه د اګست تر۱۰مې یې په ګوادر او د بلوچستان په نورو ضلعو کې پر خپلو وسايلو د واک او لادرکه خلکو د موندلو لپاره احتجاجي پرلتونه وکړل. هغه مهال هم پولیسو د ښځو په ګډون ګڼ پرلتوال نيولي ول.

د کورنيو چارو وزارت د بلوڅ يکجهتي کمېټې يوه مخکښه او د لادرکه بلوڅانونو لپاره د کار کوونکي تنظیم، وایس فار مېسېنګ بلوچ پرسنز، عمومي سېکرټره سمي دین بلوڅه هم په تور لېسټ کې شامله کړې ده. هغه د سېپټېمبر پر اتمه د کراچۍ هوايي ډګر څخه عمان ته روانه وه چې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو له سفره منع کړه.

نوموړي د دې پرېکړې خلاف په سیند های کورټ کې درخواست جمع کړی دی. د نوموړې وکيل محمد جبران ناصر د سېپټېمبر پر ۱۰مه په کراچې کې رسنيو ته وويل چې سمي دين بلوڅه په اصل کې د بشري حقونو په اړه يوې غونډې کې د ګډون لپاره بېلجيیم ته تلله چې مخه یې ونیول شوه.

ناصر زیاته کړه چې د مقدمې د اورېدنې پر وخت، عدالت حکم کړی چې د سېپټېمبر پر ۲۳مه دې د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، استخباراتي ادارې، پوځ او اېف ای اې چارواکي حاضر شي او د سمي دين بلوڅې په ګډون پر نورو کسانو د بندیز په اړه دې خپل ځواب جمع کړي.

تر دې مخکې د بلوچ سټوډنټس ارګنایزیشن (بي اېس او) مشر بالاچ قادر ويلي ول چې د حکومت له خوا د بندیزو په لېسټ کې د دوی د ګڼو غړيو او استادانو نومونه اچول شوي دي. هغه د سېپټېمبر پر اوومه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت په فورت شيډول (څلورم جدول) کې ځيني داسې کسان هم اچولي چې سرکاري ملازمين دي.

خو حکومت د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. د بلوچستان د کابینې غړي، بخت کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۰مه په صوبايي اسبملۍ کې د خبرو په وخت وويل، "دا نه شي کېدای چې له یوې خوا دې ملازمين حکومتي تنخاوې اخلي او بله خوا دې له حکومت ضد ډلو سره همدردي ولري."

د بي اېس او مرکزي سېکرټر شکور بلوڅ هم د بندیزونو په لېسټ کې دی. هغه مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو ترې د ټولې کورنې شناختي کارډونه او ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ ضمانت غوښتی دی. بلوڅ زیاته کړه چې دا پرېکړه د سیاسي فعالانو د مخنيوي هڅه ده چې نوموړی به یې په عدالت کې چيلېنجوي.

بلخوا د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مالک) مشر او پخواني وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوچ د سېپټېمبر پر ۱۰مه په صوبايي اسمبلۍ کې د وينا په وخت ادعا کړې چې حکومت ۴،۰۰۰ کسان په تور لېسټ کې اچولي دي. خو د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند دا نه مني.

رند د سېپټېمبر پر ۱۰مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په لېسټ کې د شاملو کسانو شمېر ډېر نه دی. هغه واضحه نه کړه چې په کره ډول څومره کسان تر بندیز لاندې دي خو مشال راډيو ته رسېدلي، د کوټې ضلعې د ډيپټي کمېشنر له دفتره خپور شوي لېسټ کې ښکاری چې يوازې د هغې ضلعې ۱۳۷ کسان په فورت شيډول کې دي.

فورت شيډول د پاکستان ايين هغه برخه ده چې له مخې یې حکومت د امنيت ساتلو لپاره قوانين جوړوي. د ترهګرۍ ضد هغو قوانينو له مخې، تر بندیز لاندې کسان له ملکه بهر سفر نه شي کولی، بانکي اکاونټونه یې کنګلېږي او پر تجارت یې بندیز وي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا) پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۴ز کال تر جولای پورې یې ۴،۷۱۸ پاکستانيان یې د ترهګرۍ د ملاتړ په تور د بندیزونو په تور لېسټ کې اچولي دي.

XS
SM
MD
LG