د خیبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې تر ضمني بلدیاتي انتخاباتو وروسته د رایې شمېرنې بهیر روان دی.
د رایې اچونې بهیر د اګست پر ۲۷مه د پېښور پر وخت سهار اته بجې پیل شو چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.
انتخاباتي کمېشن د رایې اچونې د بهیر تر ختمېدو شاوخوا نیم ساعت مخکې پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې وویل چې تر ټاکلي وخت وروسته یوازې هغو ته د ووټ کارولو اجازه ورکوي چې وار له مخه د رایې ورکونې مرکزونو (پولېنګ سټېشنونو) دننه په انتظار ول.
کمېشن په بیان کې د ووټونو شمېرلو پر مهال د سخت امنیت سپارښتنه کړې ده.
ضمني بلدياتي انتخابات د خیبرپښتونخوا د باجوړ، خيبر، پېښور، مردان، نوښار او چارسدې په ګډون د ۲۱ ضلعو د ۶۵ کليوالو (وېلېج) او ګاونډ (نېبرهوډ) شوراګانو د استازو ټاکلو لپاره وشول.
د صوبې انتخاباتي چارواکو په خبره، د دې لپاره یې ۲۵۶ رایې ورکونې مرکزونه (پولېنګ سټېشنونه) جوړ کړي ول چې پکې تر ۱۶۰ زيات د امنيت له پلوه حساسه ګرځول شوي ول.
چارواکي وايي، په انتخاباتو کې تر ۳۰۰،۰۰۰ زیات کسانو خپل ووټ کارولی شو.
دا هم وګورئ:
د خيبر پښتونخوا په ۲۱ ضلعو کې د اګست پر ۲۷مه ضمني بلدياتي ټاکنې کېږيد بلوچستان پښتنو سیمو زیاتره بلدیاتي انتخابات جمعیت علما اسلام او پښتونخوامېپ ګټليد قبایلي ضلعو بلدیاتو منتخب چارواکي د پرمختيايي کارونو لپاره پيسې غواړيپه خیبر پښتونخوا کې انتخابات پر هغو څوکيو وشول چې د بلدياتي استازو د مړینې یا استعفاګانو له کبله خالي شوې وې او یا هم د نوماندۍ اسنادو (کاغذات نامزدګي) د نه جمع کولو له کبله خالي پرتې وې.
تر ۲۰۱۸ز کاله پورې په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو نظام په درو څانګو وېشل شوی وو چې پکې د کلي، تحصیل او ضلعې هغه شامل وو. خو په ۲۰۱۹ز کال کې د بلدیاتي ادارو په قانون کې تر ترمیم وروسته دا حکومتونه اوس په کلي، ګاونډ او د تحصیل په کچه دي.
۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې په خیبرپښتونخوا کې په دوو پړاوونو کې بلدیاتي انتخابات شوي ول. د قبایلي ضلعو بلدیاتي ادارو تر څنګ د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو استازي هم د پیسو د نه شتوالي او د حکومتي د نه پاملرنې شکایتونه کړي ول.
د خیبر پښتونخوا نګران حکومت چارواکي وايي کوښښکوي چې د بلدياتي انتخاباتو پر وخت ټاکل شويو چارواکو ته هغه پیسې ورسېږي چې د قانون له مخې یې حق جوړېږي. د چارواکو په خبره، په دې اړه یې له ځايي منتخبو کسانو سره خبرې هم شوې دي.