کورمه کې تر ۹ ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دی

په کورمه کې پولیس او امنیتي سرتېري په مورچو کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د پاړه څمکنیو د شیعه او سنیانو ترمینځ تر اوربند وروسته نهه ورځنۍ نښتې درېدلې دي.

د سېپټېمبر ۲۸مې اوربند پر داسې مهال شوی دی چې له هنګو، اورکزیو او کواټه د ولسي مشرانو جرګه له پیل راهیسې د نښتو درولو هڅه کوله.

د کورمې روغتیايي چارواکي، پولیس او ځايي مشران وايي چې په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شول.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګلو، مقبلو، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان، شکردرې او خومڅیو وغځېده او فرقه ییزه بڼه یې واخیسته.

په وروستیو ورځو کې دواړه خواوې په بوشهره کې په اوربند سلا شوې او د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بالشخېلو او خوار کلي کې جګړه ودرېده خو په نورو ځایونو کې نښتې روانې وې.

د کورمې انتظامیې لا رسماً د جګړې او اوربند په اړه څه نه دي ويلي.

د بګن اوسېدونکي او مدني فعال ریحان اورکزي د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر اوربند وروسته مشال راډیو ته وویل چې په هغه ضلع کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ زیاتره جنګونه د ځمکو لانجو پر سر شوې دي.

دی وايي، تر هغو چې لانجې هوارې شوې نه وي، هلته به نښتې او تاوتریخوالی کېږي او امن پر ځای نه شي پاتې کېدای.

په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي حمید حسین د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې اوس تر اوربند وروسته په سیمه کې د ځمکو د لانجو د هواري بهیر بحالوي او هڅه کوي چې ټولې کشالې د دواړو لوریو په رضامندۍ هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امين ګنډه پور په مشرۍ په صوبه کې د امن او په سوات ، کورمه او نورو سیمو کې د ناامنۍ په اړه د کابينې بيړنۍ غونډه شوې وه.

د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار عبدالکریم خان تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې ګنډه پور اړوندو چارواکو ته په کورمه کې د اوربند امر کړی دی.

دا هم وګورئ:

په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلیکورمه کې ولې شخصي لانجې په شیعه-سني جګړو اوړي؟ په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمنځ یو ځل بیا د مځکې پر سر نښتې شوې ديد کورمې خلک د جګړې تر ودرېدو وروسته د تړلو لارو خلاصېدل غواړي

د تاوتریخوالي پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي ول چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.