د یخنۍ له وجې خیبر پښتونخوا کې زکام او نمونیا زیاته شوې ده

د پېښور په یو روغتون کې مور خپل ناروغ ماشوم نیولی دی - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې روغتیاپالان وایي چې د بارانونو نه کېدو، زیاتې یخنۍ او د وچې او ککړې هوا له وجې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې زکام، د ستوني ګزک (انفېکشن)، ټوخی او د نمونیا ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د روغتیايي چارو په اړه د امریکا یو څېړنیز مرکز مېو کلېنېک وايي، نمونیا، چې په پښتون مېشته سیمو کې برېښ، سکاروی او سینه بغل بلل کېږي، د سږو دننه د هوا د پوکڼیو ګزکي کېدو (انفېکشن) ته ویل کېږي چې لامل یې ځانګړې ډول بیکټېریا، وایرسونه یا نور مېکروبونه (جراثیم) دي.

د خيبر پښتونخوا د تر ټولو لوی روغتون لېډي ريډنګ وياندې ناهيد جهانګير مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ د زکام، د ستوني ګزک یا انفېکشن او نمونیا له ۱،۰۰۰ څخه تر ۱،۲۰۰ پورې ناروغان معاینې ته ورځي.

د هغې په وینا، د دې رنځ د زیاتېدو یوه وجه یخني او وچه هوا ده. "له کله راهیسې چې یخني سېوا شوې ده نو ورسره دا ناروغۍ هم زیاتې شوې دي."

نوموړې زیاته کړه چې د هغو ناروغیو له وجې ځینې ماشومان مري هم.

د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې ماشومان د نمونیا په ګډون د نورو یوشمېر ناروغیو پر وړاندې واکسینېږي. په پاکستان کې هم حکومت د هغو ناروغیو واکسین وړیا ورکوي خو په هغه هېواد کې د ماشومانو د واکسینولو کچ ټیټ دی.

په ډېریو غربي هېوادونو کې ماشومان او بالغان د زکام پر وړاندې هم واکسینېږي چې تر ډېره د ناروغۍ مخه نیسي خو په پاکستان کې زیات خلک د زکام واکسین نه کوي.

دا هم وګورئ:

د ژمي ناروغۍ او د عمومي صحت ښه ساتلو لارې چارېپه خیبر پښتونخوا کې د نمونیا له وجې ۳۵ ماشومان مړه شوي پاکستان: د نه واکسین له کبله هر ګنټه ۱۱ ماشومان مريسکاروی (نمونیا) په نړۍ کې هر کال ۱۳ لکه کسان وژني

د پېښور د خیبر ټیچنګ روغتون (شېرپاو هسپتال) ویاند سجاد احمد چې خپله هم د یخنۍ له وجې ناروغه وو، مشال راډیو ته وویل چې تېره اوونۍ یې د برېښ ښکار تر ۱۰۰ زیات ماشومان بستر کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په وینا، په پاکستان کې هر کال د نمونیا له وجې شاوخوا ۸۰،۰۰۰ او په ګرده نړۍ کې ورڅخه ۱،۳ مېلیونه ماشومان مري.

روغتیاپالان وایي، د نورو کلونو پرتله سږ کال زیات ماشومان په برېښ اخته شوي دي او د ځینو ژوند یې ګواښلی دی.

په پېښور کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر امین خټک مشال راډیو ته وویل چې سږ کال زرګونه ماشومان د نمونیا ښکار شوي دي.

ډاکټران وایي، له نمونیا څخه د ماشومانو ژغورنې لپاره باید هغوی تاوده وساتل شي او باید پر ټاکلي وخت د برېښ او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.

په همدې حال کې د موسمي چارو ادارې اټکل کړی دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به هم په خیبر پښتونخوا کې موسم وچ وي او د تودوخې درجه به هم ټیټه وي.