چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي او نهه ژوبل دي.
د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په یو بیان کې ویلي دي چې له تېر شواروز راهيسې په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې د باران له وجې کورونه نړېدلي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.
د ادارې مشر خطیر احمد د مارچ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
د رېسکيو ۱۱۲۲ په بیان کې راغلي دي چې په بېلا بېلو سیمو کې د چتونو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي او هلته د خلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې روانې دي.
د بیان تر مخه په صوبه کې د هغې ادارې دفترونه فعال دي او په بېړنیو حالاتو کې ورسره خلک رابطه کولی شي.
دا هم وګورئ:
پاکستان کې ورښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي ديد سېنېټ کمېټۍ پاکستان کې د اب و هوا بدلون پر ناوړه اثراتو اندېښنه ښوولې دهد خیبر پښتونخوا ځینو برخو کې ږلۍ او باران خلکو ته زیانونه اړوليد خیبر پښتونخوا په سوات، شانګله، بونېر، چترال، بر دیر، مردان، نوښار، هنګو او قبایلي ضلعو کې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو او واورو اورېدو لړۍ پيل شوې وه چې د مارچ تر درېیمې پکې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۸ ژوبل شوي ول.
دا په داسې حال کې ده چې د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې (این ډي ایم اې) د مارچ په ۲۷ مه د سختو بارانونو او د ځمکې ښویدنې د احتمالي خطر له امله ولس ته د محتاط پاتې کیدو مشوره ورکړه.
هم په دغه ورځ د پاکستان د موسمياتو څانګې په یو خبرپاڼه کې وویل چې چې د لويديځو بادونو لړۍ به د پاکستان لوېديځو سيمو ته ننوځي او د مارچ په ۲۸ مه به په لوړو او مرکزي سيمو خوریږي چې له امله به يې د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پورې د هېواد په لوړو او مرکزي سيمو کې بارانونه وشي.
بیان زیاتوي چې په خېبرپښتونخوا، مري، ګليات، کشمير او ګلګت بلتستان کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښويدو خطر دی.
له دغې وروستو د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې په یو خبرداري کې ویلي چې د تندر او سخت باران له امله ولاړو فصلونو، سولر پینلونو او ودانیو ته د زیان رسیدو خطر دی نو چې کروندګر باید له احتیاطه کار واخلي.
ادارې په متعلقه انتظامي چارواکیو هم غږ کړی دی چې باید د سیلانیانو خوندیتوب یقیني کړي او چې څوک هم غریزو سیمو ته سفر کوي نو باید چې د موسم صورتحال په پام کې ونیسي.
په بلوچستان کې هم د ورښتونو لړۍ دوام لري. د مارچ پر ۲۸مه په دکۍ ضلع کې د بارانونو له وجې د یوې خونې د چت نړېدو له وجې د کویلې په کانونو کې کارکوونکي پينځه مزدوران وژل شوي ول.