په جمرود کې چاودنې د نجونو ښوونځي وداني زیانمنه کړې ده

په خیبر کې د یو ړنګ ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ښوونکی دروازه د لیکلو لپاره کاروي - پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې په جمرود کې د نجونو له ثانوي یا های سکول سره نېږدې چاودنه شوې ده.

د پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د نومبر پر دویمه شپې ناوخته د جمرود مدوخېلو له ښوونځي سره نېږدې شوې ده چې پکې د سکول وره ته زیان اوښتی دی.

دی زیاتوي چې پولیسو تر پېښې وروسته د جمرود تاڼې په حدودو کې امنیت سخت کړی دی.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، په قبایلي ضلعو کې د سلګونو ښوونځیو پر ودانیو بمي حملې شوې دي او څو میاشتې مخکې د خیبر ضلعې د شخصي ښوونځيو مالکانو وویل چې وسلوال ورڅخه په ټېلېفون باج غواړي او د نه ورکولو په صورت کې ورته د سکولونو تړلو ګواښونه کوي.

د شخصي سکولونو د مالکانو تر دې څرګندونو څو ورځې مخکې د جون پر څلورمه په لواړګي (لنډي کوتل) کې د یو شخصي سکول دروازه په بارودو الوځول شوې وه.

دا هم وګورئ: په خېبرپښتونخوا تر ګډېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې د تعليم حال

تر دې یوه میاشت مخکې، په مې کې د شمالي وزیرستان په شوه کې وسلوالو د نجونو یو شخصي ابتدايي ښوونځي ته بم ايښی وو چې چاودنې یې د سکول وداني سخته زیانمنه کړې وه.

تر هغې وروسته د سکولونو زده کوونکو، استادانو او ځايي خلکو د پېښې پرضد احتجاجي لاریون وکړ او له حکومته یې د ښوونځیو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف چارواکو ته امر وکړ چې هغه سکول دې په سرکاري مصرف بیا ورغوي.