د بهرنیو چارو وزارت: د بهرنیو هېوادونو سفیران د سوات تر چاودنې وروسته خوندي اسلام اباد ته رسېدلي

د سېپټېمبر پر ۲۲مه په چاودنه کې د پولیسو د اغېزمن شوي ګاډي انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پولیسو ګاډی د چاودنې ښکار شوی دی چې پکې یو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي.

د ضلعي پولیسو ویاند معین فیاض مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر ۲۲مې پېښه پر داسې مهال شوې ده چې ټاکل شوې وه چې د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په چکر ملم جبې ته ورشي.

چارواکي وايي چې په هغه ډله کې د روسیې، ایران، قازقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا (حبشې)، انډونیشیا، پرتګال، بوسنیا هرڅوګووینا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران شامل ول.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هغو هېوادونو سفیران "خوندي اسلام اباد ته رسېدلي" دي.

فیاض وايي چې د پولیسو یو ګاډی د لارې امنیت لپاره ملم جبې ته روان وو چې په جهان اباد سیمه کې چاودنه وشوه.

نوموړی وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې بم د سړک تر غاړې ښخ وو خو زیاتوي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د سوات پولیسو چارواکي وايي چې تر پېښې وروسته د بهرنیو هېوادونو سفیران خوندي مینګورې ته ستانه شول او د ملم جبې سفر لغوه شوی دی.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې ژوبل سرتېري د سیدو شریف روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو پر ګاډي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

خو د پولیسو ویاند معین فیاض زیاتوي چې په سیمه کې د وسلوالو د لټون لپاره عملیات روان دي.

د روسیې سفیر البرت خورېف د سوات سوداګرۍ خونې غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۲۲مې انځور.

د بهرنیو چارو وزارت بیان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر ۲۲مې تر پېښې وروسته په بیان کې د هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي خو ویلي یې دي چې "یوه ډله ډېپلوماټان چې د ملم جبې او سوات تر سفر وروسته اسلام اباد ته تلل، د یوې پېښې شاهدان ول."

بیان وايي، له هغو ډېپلوماټانو مخکې د پولیسو یو ګاډی د ځمکلاندې بم ښکار شو چې پکې یو سرتېری ووژل شو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د "ډ‌ېپلوماټانو ډله خوندي اسلام اباد ته ستنه شوې ده" او زیاتوي چې دا ډول پېښې به پاکستان "د ترهګرۍ پرضد د جنګېدو له هوډه په شا نه کړي."

په سوات کې دا پېښه پرداسې مهال شوې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات دوام لري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.