د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په اړه د پارلېمان ګډې غونډې دایرولو غوښتنه کړې ده


اېمل ولي خان په پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
اېمل ولي خان په پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت په اړه د پارلېمان د دواړو جرګو – قامي اسمبلۍ او سېنېټ – د ګډې غونډې وربللو غوښتنه کړې ده.

د ګوند مرکزي ویاند احسان الله خان د سېپټېمبر پر ۲۱مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اېمل ولي خان له حکومته غوښتي دي چې د پارلېمان ګډې غونډې ته دې د امنیتي ادارو په ګډون د نورو اړوندو ادارو چارواکي هم وروبولي.

نوموړي په بیان کې دعوه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا "نیمايي" برخې "عملاً د ترهګرو تر واک لاندې" دي او "د ډېره اسماعیل خان په ګډون زیاترو جنوبي ضلعو" ته څوک "شپې مهال" ورتللای نه شي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر دعوه کړې ده چې حکومت او امنیتي ادارې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې د پارلېمان په ګډه غونډه کې له "امنیتي ادارو څخه ځواب وغوښتای شي."

هغه د چا نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې پر ځای د دې چې پولیس وهڅول شي، د هغوی "د روحیې کمزوري کولو" هڅې کېږي.

سېنېټر اېمل ولي خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او یوشمېر جنوبي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

د سېپټېمبر پر ۲۰مه وسلوالو په بنو او شمالي وزیرستان کې د یو استخباراتي افسر په ګډون دوه تنه وژلي او درې ژوبل کړي ول. پر هم هغه ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته په وسلوال برید کې شپږ پوځیان ووژل شو او ۱۰ نور ژوبل شو.

تر هغې یوه ورځ وړاندې په لکي مروتو کې وسلوالو د پوځ یو پخوانی صوبېدار وویشت. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.

په عین حال کې پوځ د سېپټېمبر پر ۲۰مه ادعا وکړه چې د سېپټمبر پر ۱۹مه یې په شمالي وزیرستان کې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او سرتېري د وسلوالو خلاف په عملیاتو کې قربانۍ ورکوي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG