د هرنايي د سکرو په کان کې د اکسیجن کمښت له وجې ۵ مزدوران وژل شوي دي

مزدوران په بلوچستان کې د سکرو له کانه بهر وځي - پخوانی انځور.

د بلوچستان د هرنايي په ښارګه کې د سکرو په کان کې د وژل شویو پینځو مزدورانو مړي افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کوټه کې د بلوچستان د کان کیندونکو د ساتنې ادارې مشر څارونکي یا انسپېکټر عبدالغني شاهواني د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې هغه مزدوران د سېپټېمبر پر ۱۴مه په کان کې د اکسیجن د کمښت له وجې مړه شول.

د مزدورانو د ټولنو مشرانو د کان کیندونکو پر مړینه خپګان ښوولی دی.

په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي ټولنې یو مشر سلطان محمد خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت د کان کیندونکو د ساتنې او کار شرایطو په اړه قانون نه عملي کوي چې له کبله یې دا ډول پېښې کېږي.

د پاکستان د کارګرانو ټولنې د بلوچستان څانګې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ وايي چې د کانونو شمېر زیات او د حکومتي څارونکو تدع کم دی او همدا لامل دی چې د ټولو کانونو د خوندیتوب او پکې د کار د شرایطو ارزونه پر وخت ممکنه نه ده.

دی وايي چې د کانونو ډېری مالکان اوس افغان مزدوران زیات کاروي او هغوی ته هغه حقونه نه ورکوي چې پاکستاني کان کیندونکي یې لري.

خو حکومتي چارواکي وايي چې مزدوران بې له حفاظتي اقداماتو کانونو ته داخلېږي چې له کبله یې له زیات خطر سره مخامخ وي.

دا هم وګورئ:

په کواټ کې د سکرو کان پرېوتو پېښې ۲ مزدوران وژلي ديسیند: په جامشورو کې د سکرو کان کې ۳ مزدوران وژل شوي ديځانګړی راپور: د بلوچستان د سکرو کانونو مالکان وايي اېف سي ځواک ورڅخه پیسې اخليځانګړی راپور: بلوڅ وسله والې ډلې په بلوچستان کې د سکرو د کانونو له مالکانو باج اخلي

په پاکستان کې د سکرو په کانونو کې د مرګژوبلې زیاتره پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د سیند په ځینو برخو کې کېږي چې لامل یې د مزدورانو لپاره د حفاظتي او نورو اسانتیاوو نه شتون او د قانون نه عملي کېدل ښوول کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال د اګست په پیل کې د خیبر پښتونخوا د کواټ په دره ادم خېلو کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي ول. داراز، په جولای کې د سیند په جامشورو کې د سکرو په کان کې د زانګو مزي پرې کېدو په پېښه کې درې مزدوران وژل شوي ول.

د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار، بلوچستان او داراز، د افغانستان اوسېدونکي دي.

په پاکستان کې د کانونو د مزدورانو مرکزي ټولنې د ارقامو له مخې، له تازه پېښې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په درنګونو (کانونو) کې په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو مزدورانو شمېر ۱۴۱ ته رسېدلی دی.

د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، تېر کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.