د تحریک انصاف له لوري د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر څوکۍ ته نومول شوي سیاستوال علي امین ګنډه پور ویلي دي چې تر اوسه یې په صوبه کې د حکومت جوړولو لپاره له هېڅ ګوند سره موافقه نه ده کړې خو په دې اړه سلا مشورې روانې دي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ په سپیکر هاوس یا کور کې خبریالانو ته وویل، پر دې موضوع یې هڅو ته دوام ورکړی دی چې د هغه ګوند د "ښځو او لږکیو مخصوصې څوکۍ ضایع نه شي."
ګنډه پور وویل، د فبرورۍ پر ۱۹مه عدالت ته درخواست ورکوي او ورڅخه د ګوند انتخاباتي نخښې او حیثیت بحالولو غوښتنه کوي.
د ده په خبره چې هڅه کوي چې ګوند په لنډمهالي ډول په اسمبلۍ کې له بل ګوند سره ورګډ شي.
دا هم وګورئ:
د خیبر پښتونخوا ځینو مشهورو سیاستوالانو په انتخاباتو کې ماتې خوړلې دهعدالت د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور د پوښتنو لپاره زندان ته استولی دیتحریک انصاف وايي د بیټ له نخښې پرته هم انتخاباتي کیمپېن کويد ټولټاکنو غیر حتمي نتیجې: خپلواکو نوماندانو د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې ديدا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.
د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.
د اعلاوزیر څوکۍ ته نوماند علي امین ګنډه پور په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت جوړ کړي نو له وفاقه به د خیبر پښتونخوا د برېښنا او نورو وسایلو پاتې پیسې او دا راز د قامي مالیاتي کمېشن (نیشنل فنانس کمېشن یا اېن اېف سي) له پیسو څخه د قبایلي سیمو لپاره درې سلنه برخه غواړي. "دا خاموشي باید ماته شي. موږ به ټول خپل اواز پورته کوو ځکه چې له مرکزه قرض یا خیرات نه غواړو."
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د قبایلو پخوانی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې.
حکومت هغه مهال ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به په قبايلي سيمو کې ځانګړي پرمختيايي کارونه کېږي او د اېن اېف سي اېوارډ له پيسو څخه به درې فيصده برخه ورکوي.
ګنډه پور زیاته کړه چې د حکومت تر جوړېدو وروسته په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ټینګښت ته زیات پام کوي.