حکومت د خیبر درې پر لاره نوې امنیتي پوستې جوړوي

د خیبر ضلعې د تاریخي دروازې پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې د خیبر درې پر لويه لاره نوې امنیتي پوستې جوړې کړي چې ورباندې به ګاډي تالاشي کېږي.

د پېښور د کمېشنر دفتر د مې پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دی چې دا پرېکړه یې د قاچاق (سمګلنګ) د مخنیوي لپاره ګړې ده.

په بيان کې د نویو پوستو دقيق شمېر او ځايونه نه دي مشخص شوي، خو پکې راغلي چې هلته به د يوشمېر صوبايي ادارو کارکوونکي له پولیسو سره ګډ کار کوي.

بیان داراز وايي چې د خيبر درې پر لاره هره ورځ له افغانستانه د مېليونونو روپیو بهرني توکي له ګمرکي محصول (کسټمز ډیوټۍ) پرې کولو پرته پاکستان ته واردېږي (درامدېږي) چې د دولتي خزانې د لوی تاوان سبب کېږي.

دا هم وګورئ:

پر تورخم سفري محدویتونو د پېښور شعبې بازار کاروبار خراب کړی دید خیبر سوداګرو له افغانستان سره په تجارت کې د خنډونو ختمولو غوښتنه کړې دهد پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د افغانستان وارداتو نوی فیس رد کړی دی

خو د خیبر ضلعې سوداګر پر لویه لاره د نویو پوستو جوړول اندېښمن کړي دي او وايي چې له دې سره به له افغانستان سره وار له مخه خراب تجارت نور اغېزمن شي او دا به د ولسي وګړو د تګ راتګ لپاره هم ستونزمن تمام شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعتونو د ګډې خونې مشر شاهد حسين د مې پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې له افغانستانه پاکستان ته قاچاق د پخوا پرتله کم شوی دی خو ګڼي چې امنیتي پوستې جوړول هغه ستونزه په بشپړه توګه نه شي حل کولای.

د خيبر سوداګر برعکس له حکومته غواړي چې له افغانستان سره پر پوله په بېلابېلو سيمو او داراز د تورخم په صفري نقطه کې د قاچاق د مخنيوي موثر نظام جوړ او عملي کړي.

په خیبر کې د سوداګرۍ او تګ راتګ مهم ځای د تورخم لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه مساپر وړونکي او مال لېږدوونکي ګاډي تېرېږي.

خلکو به پخوا پر تورخم او افغانستان په تېرو شویو نورو لارو بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار ولګاوه او له ۲۰۱۶ز کال راهیسې بې له ویزې او پاسپورټه خلکو ته د سفر اجازه نه ورکوي.

دا راز د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې له افغانستان سره د ټرانزېټ تجارت په موافقه کې بدلونونه وکړل او پر سوداګرو یې نوی فیس ولګاوه. حکومت وایي، دا ګامونه یې د امنیت او قاچاق د مخنیوي لپاره اخیستي دي.