د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ناامنۍ ضد احتجاج شوی دی

په میرلي کې د اګست پر ۲۵مه هم د ناامنۍ پرضده پراخه مظاهره شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي کې ګڼو خلکو د "امن پاڅون" په نوم احتجاج کړی دی.

د اکتوبر پر ۲۷مه په میرلي څلورلاره کې مظاهرې ته د سیمې د ولسي مشرانو او فعالانو په ګډون په سلګونو کسان ورغلي ول.

مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د میرلي په ایدکو (عیدکو) کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي موټر بمي برید کې پینځه سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

په میرلي کې د احتجاج مشرانو مشال راډیو ته وویل چې موخه یې له انتظامیې، پولیسو او پوځه یو ځل بیا د امنیت غوښتنه کول دي.

هغوی وویل چې تر دې مخکې یې هم په سیمه کې په بیا بیا مظاهرې او لاریونونه کړي دي خو امنیتي وضع نه ده ښه شوې.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو لا د میرلي مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دي.

دا هم وګورئ:

میرلي: په ځانمرګي برید کې ۵ سرتیري او ۲ ولسي کسان وژل شويپولیسو په لکي مروتو کې ۴ کسان وژلي ديوسلوالو په لکي مروت کې د پاکستاني پوځ افسر وژلی دیپه بنو او ډېره اسماعیل خان کې وسلوالو د ملېشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري وژلي دي

په همدې حال کې د بنو پولیس وايي چې د اکتوبر پر ۲۶مه په حمله کې یو پولیس وژل شوی دی. د بنو د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته وویل چې حمله د ښار په شهباز عظمت خېلو کې شوې او بریدګر تښتېدلي دي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په یو لړ حملو کې د امنیتي سرتېرو په ګډون تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي دي.

د چارواکو او پولیسو په وینا، د اکتوبر له ۲۲مې راهیسې په بنو، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې په بېلا بېلو حملو کې تر ۲۰ زیات پولیس او امنیتي سرتېري وژل.

په دې ترڅ کې تر ټولو لوی برید د اکتوبر پر ۲۴مه په ډېره اسماعیل خان کې وشو چې پکې د ملېشه ځواک ۱۰ سرتېري ووژل شول. چارواکي وايي چې وسلوالو ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.

له دې پرته په وسلوالو او هدفي بریدونو کې تر ۵ زیات ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو ډېریو حملو ذمه واري چا نه ده منلې خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډېره اسماعیل خان برید مسوولیت منلی وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې په زرګونو کسانو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی

داراز، د اکتوبر پر ۲۵مه شپې ناوخته په لکي مروتو کې د پولیسو په ډزو کې څلور ولسي وګړي ووژل شول. ځايي اوسېدونکي وايي چې هغه ځوانان د موسیقۍ یو محفل ته پر لاره ول. پولیس وايي چې هغوی پر موټرسایکلونو سپاره ول او پولیسو چې ورته پر یوې ناکې د درېدو اشاره وکړه، نو هغوی و نه درېدل او پولیسو ورباندې ډزې وکړې.

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ګڼو پولیسو او نورو سرتېرو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه، جلسې او جرګې شوې دي او تازه د بنو ضلعې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د ناامنۍ پرضد پرلت وواهه چې لا هم دوام لري. تر دې یوه ورځ مخکې د سوداګرو ټولنې په بنو کې د "امن پاڅون" په نوم لاریون وکړ چې پکې په زرګونو کسانو برخه واخیسته.

انتظامیې لا د بنو پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ضلع کې د امن ټینګښت هڅې کوي.

په بنو او د هغې ضلعې په ځونيخېلو (جانيخېلو)، شمالي وزيرستان، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې ولسونه وايي چې د امنیت په اړه زښتې اندېښنې لري.

د پاکستان او خیبر پښتونخوا حکومتونه او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.