د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي: په ځانمرګي برید کې ۵ سرتیري او ۲ ولسي کسان وژل شوي

تازه شو

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې پولیس د امنیت ساتنه کوي: انځور له ارشیفه
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې پولیس د امنیت ساتنه کوي: انځور له ارشیفه

د اکتوبر پر ۲۶مه، په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي ځانمرګي برید د پولیسو او د پوځ سرتېري او ولسي کسان وژلي دي.

د میرلي پولیسو او انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۶مه له باردو ډک ګاډی له امنیتي پوستې سره جنګولی دی. د چارواکو په خبره په دغه حمله کې څلور پولیس سرتیري، یو پوځي او دوه ځایي تنه وژل شوې دي. چارواکو لا هم په پېښه کې د ژوبلو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

چارواکي وایي د برید په نتیجه کې پوسته په مکمله توګه له مینځه تللې ده.

تر برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه په کنټرول کې اخیستې ده او پلټنې یې پیل کړې دي. تراوسه د برید زمه واري چا نه ده منلې.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو او په تېره بیا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي. د اکتوبر پر ۲۵مه هلته وسلوالو یو پوځي افسر وژلي وو. تر دې یوه ورځ مخکې په ډېره اسماعیل خان او بنو کې وسلوالو په بریدونو کې د ملیشې ځواک د ۱۰ سرتېرو په ګډون ۱۲ کسان وژلي ول.

د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په شمالي وزیرستان کې عملیات ترسره کوي چې په ترڅ کې یې وسلوالو کسانو ته د مرګژوبلې د وراړولو ادعاوې هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د شمالی وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې وسلوال بریدونه، هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوې دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG