د اسلام اباد يو ځانګړي عدالت د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) بنسټګر او پخوانی وزيراعظم عمران خان او د هغه مېرمن د توشه خانې په دویمه قضیه کې په رسمي توګه تورن کړي دي.
د پاکستان ډان او جيو نیوز رسنیو خبر ورکړی چې د ځانګړي عدالت قاضي شاه رخ ارجمند د ډېسېمبر پر ۱۲مه د هغوی تر رسمي تورنولو وروسته د مقدمې اورېدنه د ډېسېمبر تر ۱۸مې پوري وځنډوله.
د توشه خانې د دويمې قضیې پلټني په پیل کې د پاکستان د احتساب ادارې (نېب) کړې وي خو د هغې ادارې په قانون کې د پارلېمان تر بدلون وروسته قضیه د پلټنو فيدرالي ادارې (اېف ای اې) ته سپارل شوې وه.
هغې ادارې د روان ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې تر پلټنو وروسته عدالت ته چالان وړاندې کړی وو.
د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغې پر ښځې بشرا بي بي تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۳مه په هغه قضیه کې د بشرا بي بي ضمانت ومانه چې ورسره سم نوموړې تر شاوخوا نهه میاشتني بند وروسته خوشې شوه.
های کورټ د نومبر پر ۲۰مه د توشه خانې په دویمه قضیه کې د خان ضمانت هم منظور کړ او و یې ویل چې پر هغه که بل تور نه وي، نو خوشې دې شي. خو پولیسو هغه د قانون پلي کوونکو ادارو پر وړاندې د مقاومت، ودانیو ته د زیان رسولو او ورته د اور اچولو په ګډون د ترهګرۍ په تورونو په یوه بله قضیه کې ونیوه.
تر دې وروسته پولیسو د ډېسېمبر په پیل کې د عمران خان پر وړاندې د قتل مقدمه هم دایره کړه. پولیس وايي چې نوموړي د تحریک انصاف غړي او پلویان د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال د رېنجرز ځواک د درې سرتېرو وژنې ته هڅولي ول. خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو پلويانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۴مه دې په اسلام اباد کې احتجاج وکړي. تحریک انصاف هغه مهال ویلي ول چې د احتجاج موخه د عمران خان په ګډون د ګوند د زنداني ملګرو خوشې کول او د ۲۶م اییني ترمیم ختمول ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر دې مخکې د احتساب ملي ادارې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د خان او بي بي پر ضد د توشه خانې لومړۍ مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.
د احتساب عدالت د روان کال د جنورۍ پر ۳۱مه د توشه خانې په هغه قضیه کې هغې او عمران خان ته د ۱۴، ۱۴ کلونو بند سزا واوروله چې وروسته اسلام اباد های کورټ وځنډوله خو نوموړې وروسته د توشه خانې په دویمه قضیه کې تورنه شوه.
په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.
د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړی وو.
تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.