د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشرا بي بي تر شاوخوا ۹ میاشتني بند وروسته له زندانه خوشې شوې ده


د عمران خان ښځه بشرا بي بي په لاهور های کورټ کې د ضمانت ترلاسه کولو لپاره اسناد لاسلیکوي - پخوانی انځور.
د عمران خان ښځه بشرا بي بي په لاهور های کورټ کې د ضمانت ترلاسه کولو لپاره اسناد لاسلیکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف رهبر عمران خان ښځه د ضمانت تر منظورېدو وروسته له زندانه خوشې شوې ده.

بشرا بي بي له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د توشه خانې په دویمه قضیه کې بندي وه. په هغه مقدمه کې پر نوموړې او مېړه یې تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۳مه په هغه قضیه کې د نوموړې ضمانت ومانه او د خوشې کولو امر یې وکړ.

د پاکستان رسنۍ وايي چې بشرا بي بي د اکتوبر پر ۲۴مه د راولپېنډۍ د اډیالې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته ولاړله.

رسنۍ وايي چې له زندانه د هغې د خوشې کېدو پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول.

پر عمران خان او د هغه پر مېرمن بشرا بي بي د احتساب ملي ادارې (نیب) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د توشه خانې مقدمه دایره کړې وه او ویلي یې ول چې هغوی په خپلو شتمنیو کې له بهرنیو هېوادونو او چارواکو د ترلاسه کړو ډالیو تفصیل نه دی ورکړی.

د احتساب عدالت د روان کال د جنورۍ پر ۳۱مه د توشه خانې په هغه قضیه کې هغې او عمران خان ته د ۱۴، ۱۴ کلونو بند سزا واوروله چې وروسته اسلام اباد های کورټ وځنډوله خو نوموړې وروسته د توشه خانې په دویمه قضیه کې تورنه شوه.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي.

د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

خان او بشرا بي بي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او ټولې مقدمې سیاسي بولي.

د پاکستان تحریک انصاف مخکښو مشرانو او پلویانو په تېر څه باندې یو نیم کال کې له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مشرانو د خوشې کولو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG