د تورخم پر لار له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو اوښتو لړۍ تنده شوې ده.
تورخم ته دغه کډې د پاکستان له سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو ورځي او هلته پر دروازه له دریو تر پينځو ساعتونو نومليکنې ته انتظار باسي.
افغانستان اوښتو ته منتظرو ځینو کډوالو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې یو خو په لارو کې له سخت مشکل سره مخامخ ول او بيا وروسته په تورخم کې هم له کړاو سره مخامخ دي.
۴۰ کلن ضیاالحق، چې د پنجاب له سیالکوټه افغانستان ته د ستنېدو لپاره تورخم ته ورغلی، د کډو د تلاشۍ او نوملیکنۍ عمل د تېزېدو غوښته کوي. "ماشومان او میرمنې مو په تکلیف کې دي. په افغانستان کې بیا ځینې خلک سر پناه نه لري نو په دې راروانه یخنۍ کې به څنګه ګزاره کوي. پکار ده چې له مخکې نه ورته امدادي ادارې د استوګنې بندوبست وکړي او سامانونه ورته ورکړي."
نوموړي زياته کړه چې په سیالکوټ کې ډېر څه ورڅخه پاتې شول. "کار و روزګار مو کاوه او بچو مو تعلیم حاصلولو. هر څه پاتې شول. زموږ سره کارډونه نه ول، ټوکنې یې ډيرې پخوا راکړې وې خو کارډ مو نه وو ترلاسه کړی. بس چې د وتلو اعلان راته وشو نو موږ هم د تورخم پر لوري حرکت وکړ."
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) او د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې پر تورخم دروازه دا مهال د دوه ډوله افغان کډوالو ستنېدو عمل روان دی. یو هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې لپاره یې اسناد یا پي او ار کارډونه لرل. دا افغانان په خپله خوښه وطن ته ستنېږي او بل ډول یې هغه دي چې اسناد نه لري او د پاکستان حکومت ورته د اکتوبر تر پايه له هغه هېواده د وتلو ورته ویلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، هغه کډوال چې اسناد ورسره دي، د ستنېدو پر مهال ورته د یو کس په سر ۳۷۵ ډالره نغده مالي مرسته ورکوي، خو هغه کډوال چې اسناد نه لري، دا مرسته نه ورسره کېږي.
۱۴ کلن حبیب خان، چې په سیالکوټ کې زوکړی او د تورخم پر دروازه افغانستان اوښتو ته منتظر دی، وایي چې په خپلو ملګرو پسې خفه دی. "د سکول ملګري او د لوبو میدانونه رانه پاتې شول. په ژړا افغانستان ته روان یم. لوبې به مو کولې. موږ ته معلومات نه شته چې په افغانستان کې به مو څه حالت وي، ژوند به مو څنګه وي؟"
د پاکستان حکومت د سېپټېمبر په میاشت کې وویل، هغه افغانان شړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. تر دې وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول. دا راز په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې (کیپېټل ډېوېلپمېنټ اتارټۍ یا سي ډي اې) د یوشمېر افغان کډوالو کورونه د اکتوبر پر ۱۱مه ړنګ کړل.
چارواکي وایي چې عمليات صرف د افغانانو پر ضد نه دي بلکې مقصد یې د قبضه یا غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.
تورخم ته رسېدلې یو بل افغان کډوال عمرا جان وایی چې کونړ ته په کډه روان دی خو هلته د اوسېدو ځای نه لري. "ماشومانو ته مو هیڅ پته نه لګي چې چېرته روان یو. موږ به څه خورو او سرپناه به چرته وړو."
له پاکستانه د افغانانو د ایستلو اعلان او د هغوی سره د پولیسو چلند غبرګونه پارولي دي. د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.
دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.
په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په همدې حال کې د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده. د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې له سېپټېمبر راهيسې يې ۱،۸۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يوشمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دا تور رد کړی دی.
داراز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي ول.
دا هم وګورئ:
د کډوالو شورا: پاکستان دې غیر راجسټر افغانان نه ستنويله کراچۍ څخه يوشمېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږيپېښور های کورټ کې په زوره د افغان کډوالو ستنولو خلاف درخواست جمع شوی دیحامد کرزی وايي د پاکستان اوسني مشکلات په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لريپه پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.
د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.
په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه کړې ده.
په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.
په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.