غزه کې د اسراییلو ویجاړوونکې جګړې څومره زیانونه اړولي دي؟

په رفح کې یو بې کوره شوی فلسطینی ماشوم خواړه خوري - پخوانی انځور.

له ننه یو کال وړاندې اسراییلو په غزه تړانګه کې داسې بمباري پیل کړه چې په جدید تاریخ کې د اسراییلو یو له تر ټولو خونړی او ویجاړوونکی کیمپېن بلل کېږي.

دا کیمپېن تر هغې څو ساعته وروسته پیل شو چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر اسراییلو بېساری برید وکړ.

اسراییلو د حماس د "ختمولو" ژمنه وکړه او د هغو عملیاتو پر مهال په غزې تړانګه کې ولسي وګړو او زېربنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیان رسېدلی دی. غزه د نړۍ له تر ټولو ګڼ مېشتو سیموه یوه ګڼل کېږي.

په یو کلنه جګړه کې څومره مرګژوبله اوښتې؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه حماس له غزې څخه پر اسراییلو برید وکړ چې تر څو ساعتونو روان وو او پکې، د اسراییلو په وینا، ۱،۱۳۹ کسان ووژل شول چې ورڅخه یې ۶۸۵ ولسي وګړ او ۷۱ بهرنیان ول.

حماس د هغې حملې پر مهال ۲۶۱ کسان یرغمل کړل چې ورڅخه یې شاوخوا نیمايي هغې ډلې خپله خوشې کړي او ځینې یې اسراییلیو ځواکونو خلاص کړي دي.

داسې فکر کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغملیان لا هم په غزې کې دي او پاتې یې مړه شوي دي. له هغو څخه یې ځینې په غیر ارادي ډول د اسراییلو په بریدونو کې هم وژل شوي دي.

اسراييلي پوځ تر څو اوونیو بمباریو وروسته په غزې کې ځمکني عملیات پیل کړل او وايي چې په جګړه کې یې ۳۴۶ سرتېري وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، په جګړه کې څه باندې ۴۱،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي. داسې فکر کېږي چې له وژل شویو څخه یې زیاتره ولسي وګړي، او د پام وړ شمېر یې ماشومان دي، ځکه چې د غزې د شاوخوا ۲۰ لکه وګړو تر نیمايي پورې یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشر فولکر تورک د روان کال په اپرېل کې ویلي ول چې په غزه کې "په هرو ۱۰ منټو (دقیقو) کې یو ماشوم یا وژل کېږي او یا هم ژوبلېږي." نوموړي داراز ویلي ول چې په هغه جګړه کې تر ټولو زیات ځاني زیان "ماشومانو ته رسي."

په رفح کې یوې بې کوره فلسطینۍ نجلۍ یو ماشوم په غېږ کې نیولی او له کوڅې تېرېږي - د ۲۰۲۴ز کال د مې شپږمې انځور.

داسې هم انګېرل کېږي چې ښايي په جګړه کې لا زیات کسان وژل شوي وي.

ملګري ملتونه وايي چې کېدای شي چې له ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړي تر ړنګو شویو ودانیو لاندې پراته وي.

داراز، د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې په تېر یو کال کې د اسراییلو تر اشغال لاندې په غربي څنډه کې هم اسراییلو څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژلي دي چې تر ۱۵۰ زیات یې ماشومان دي.

پر اسراییلیو ځواکونو تور پورې شوی دی چې پر فلسطینیانو یې د ډزو د پېښو پر مهال وژونکی ځواک په ناقانونه توګه کارولی دی.

په دې یوه کلنه جګړه کې پر اسراییليو ځواکونو د ځینو داسې فلسطینیانو د "قصدي وژلو" تور هم دی چې په ظاهره یې ورته کوم امنیتي خطر نه پېښاوه.

اسراییلي ځواکونه اټکل کوي چې په جګړه کې یې تر اوسه د حماس ۱۷،۰۰۰ وسلوال وژلي دي خو هغه ډله دا ارقام ردوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په تېر یو کال کې د اسراییلو ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال له ۹۵،۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان ژوبل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۵ سلنه د ټول عمر لپاره معلول شوي او درملنې ته اړتیا لري.

دا هم وګورئ:

پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي ديد ملګرو ملتونو عمومي جرګې په غزې تړانګه کې د "ملکي وګړو د ساتنې" پرېکړه لیک تایید کړیاسراییلي پوځ: درې یرغمال شوي ښايي زموږ په هوايي برید کې وژل شوي ويد فلسطینانو پر کېمپ د اسراییلو په برید کې ۴۰ کسان وژل شويامریکا په غزه کې د ولسي وګړو او مرستندویه کارکوونکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دیامريکا پر اسراييلو غزې ته د مرستو رسېدو لپاره د اقداماتو غږ کړی دیسپینې ماڼۍ د غزې پر ښوونځي د اسراییلو په برید "زښته اندېښنه" ښوولېد اسماعیل هنیه وژنه د غزې جګړې د ختمولو لپاره څه معنا لرلای شي؟

خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته اوښتې مرګژوبله

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) وايي، په غزې کې د یو کلنې جګړې پر مهال لږ تر لږه ۱۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه نیو یارک مېشته اداره وايي چې په هغو کې هغه پینځه خبریالان هم شاملي دي چې اسراییلیو ځواکونو "مستقیماً" په نخښه کړي او "قتل" کړي یې دي.

له دې سره په غزه کې د اسراییلو یو کلنۍ جګړه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی جنګ ګرځېدلی دی.

یوه ښځه په غزې ښار کې پر یو ښوونځي د اسراییلو تر برید وروسته ژاړي. په هغه ښوونځي کې بې کوره شوي فلسطینیان مېشت ول - د ۲۰۲۴ز کال د اګست ۱۰مې انځور.

په غزې کې قحطي او د وګړو بې کوره کېدل

د ماشومانو د ژغورنې اداره (سېف دي چېلډرن) د یوې نړیوالې خوراکي ادارې په حواله وايي چې د جګړې پر مهال د غزې شاوخوا ټول وګړي د خوړو د زښت کمښت له وجې له لوږې سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې اسراییل په غزنې تړانګه کې د عامو فلسطینیانو لوږه په جګړه کې د "وسلې په توګه" کاروي چې دا یو "جنګي جرم" دی.

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۳ز کال تر پایه د جګړې له وجې د غزې تر ۸۵ سلنه پورې ابادي، چې شاوخوا ۱۹ لکه خلک جوړېږي، بې کوره شوي ول.

د غزې بېخبنا ته څومره زیان اوښتی؟

ملګري ملتونه وايي چې په تېر یو کال کې اسراییلو د غزې تر نیمايي زیاته بېخبنا (انفراسټرکچر) ویجاړ کړی او د استوګنې ۳۶۰،۰۰۰ ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

هغه سازمان وايي چې د سپوږمکیو (سیټېلایټ) له انځورونو ښکاري چې د جګړې له پیل راهیسې د غزې لږ تر لږه ۵۳ سکولونه ویجاړ شوي دي.

خو اسراییل وايي چې په غزه کې یې "د ترهګرو بېخبنا او ودانۍ په نخښه" کړې دي او حماس تورنوي چې ولسي خلک د "بشري سپر (ډال") په توګه کاروي.