د تورخم دروازې پرانیستو لپاره نن بیا جرګه کېږي

په تورخم کې د ايسارو شويو ګاډو ډرېوران د لارې خلاصېدو ته انتظار کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان او افغانستان سوداګر د مارچ پر ۱۷مه ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو په اړه خبرې کوي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې په دې ممکنه خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قبایلي مشران ګډون کوي.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر۱۷مه د پاکستان لوري د جرګې غړي پر تورخم دروازه افغانستان ته اوښتي او هلته به له افغان لوري سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې، د دواړو غاړو مشرانو د مارچ پر نهمه د تورخم لارې پرانیستو لپاره جرګه کړې وه.

په هغه جرګه کې د دواړو خواوو ولسي مشران، سوداګر، دیني عالمان، د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو چارواکي او ټرانسپورټران شامل ول.

دا هم وګورئ: د تورخم دروازې د بندیدو ۲۰ ورځې پوره شوې

دواړو خواوو په جرګه کې غوښتنه کړې وه چې د اپرېل تر ۱۵مې دې اوربند وشي، د تورخم دروازه دې په غیر مشروطه توګه پرانیستل شي او چارواکي دې د خپلمینځي شخړو سفارتي حل پیدا کړي.

بلخوا د افغانستان له لوري د جوړې شوې جرګې یو غړي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې هغوی د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي او ډېر ژر به د پاکستان لوري ته د جرګې بله نېټه او ځای وښيي.

هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي مشال راډیو ته ویلي وو چې پاکستانی لوري په دې شرط تورخم خلاصوي چې هلته افغان لوری د تاسیساتو جوړول پای ته ورسوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تورخم لاره په بیا بیا ولې تړل کېږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ تورخم دروازه د مارچ پر ۱۳مه پر ۲۱مه ورځ هم د مساپرو او سامان لېږدوونکو ګاډو پرمخ تړلې پرته ده.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغه وروسته وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي‌ چې هغوی په خپله خاوره کې سنګرونه جوړول او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.

د لارې بندېدو له امله که يو خوا عام مساپر او ناروغان له کړاو سره مخامخ شوي، نو بلخوا په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي سلګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تورخم کې د ولاړو تجارتي ګاډو ډرايوران خفه دي، د لارې خلاصېدل غواړي

هغوی له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه کړې چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.