د خيبر پښتونخوا حکومت پر څه تمرکز کوي؟

په پېښور کې د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ وداني ـ انځور له ارشيفه

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو په نتيجه کې په خيبر پښتونخوا کې حکومت جوړ کړ خو ځايي ولس په هغه صوبه کې له اقتصادي او امنيتي ستونزو شکايت کوي.

په خيبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهيسې وسلوال بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي او بل خوا د برېښنايي پارچاو (لوډشیډنګ) او بې کارۍ د زياتوالي او د لويو پرمختیايي پروژو د نه شتون له امله د هغې صوبې اقتصاد هم اغېزمن شوی دی.

ولس او فعالانو د هغو ستونزو پرضد د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پرلتونه، احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي او له حکومته يې د هوارولو غوښتنې کړې دي. چارواکو هم ولس ته په وار وار د ستونزو د هوارولو باور ورکړی دی.

دا چې د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې صوبې د امنيتي او اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ولې پاتې راغلی او تمرکز يې پر څه دی، په ځواب کې یې په پېښور کې خبریال او د سیاسي چارو پوه محمود جان بابر وايي چې د عمران خان په غیر موجودګۍ کې د پي ټي ای د مشرانو ترمینځ اختلافات د ستونزو د هوارولو پر ځای د صوبايي حکومت پام بلې خوا ته اړولی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان د نورو صوبو اعلاوزيران یوازې خپله صوبه چلوي خو د هغه په وينا، د خیبر پښتونخوا اعلاوزير علي امين ګنډه پور هم صوبه چلوي او هم په مرکزي سياست کې ګوتې وهي. "علي امين ګنډه پور دا ثابتول غواړي چې د عمران خان ځایناستی زه یم. که عمران خان نه وي نو بیا به د ګوند مشر زه یم. هغه ګرم ګرم بیانونه ورکوي او که له مرکزي حکومت سره د خيبر پښتونخوا څه برخه کېږي، نو هغه هم دی نه ورڅخه اخلي ځکه چې که هغه واخلي نو بیا خو خلک د کار کولو غوښتنه ورڅخه کوي، او که دی کار کوي نو بیا هلته له زندانه د عمران خان د خوشې کولو مبارزه ورڅخه پاتېږي."

عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د اګست له پينځمې راهیسې د درغلیو قضيو کې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندي دی چې د خوشې کولو لپاره یې د ګوند مشرانو او غړو يوشمېر احتجاجونه کړي او د سېپټېمبر پر اتمه یې له اسلام اباد سره نېږدې په سنګجاني سيمه کې ولسي غونډه وکړه.

دا هم وګورئ:

ګنډه پور: په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوود ټېکه دارانو ټولنې د پرمختیايي چارو لپاره له حکومته پیسې غوښتې ديپېښور کې فعالانو د صوبې د حقونو لپاره د ولسي تحریک پیلولو اعلان کړی دیترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د نیولو حکم کړی دی د خیبر پښتونخوا حکومت پر وفاق د بجلۍ لوډشیډنګ مسلې هوارولو غږ کړی دی

د خيبر پښتونخوا برعکس په پنجاب کې د تحریک انصاف د مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت دی او د صوبې اعلا وزيره مریم نواز ده.

په هغه صوبه کې په وروستيو کې د ولس د هوساينې لپاره پر يوشمېر لويو پروژو کارونه پيل شوي دي.

شنونکی رفعت اورکزی وايي چې يو خو د پنجاب پرتله په خیبر پښتونخوا کې د پرمختیایي چارو لپاره پانګه کمه ده او بل خوا د خيبر پښتونخوا او وفاقي حکومت ترمینځ اختلافات د هغې صوبې د پرمختګ په لاره کې لوی خنډ جوړ شوي دي. "د علي امین ګنډه پور په مشرۍ د پي ټي ای په صوبايي حکومت کې رسه کشي روانه ده. په ګوند کې دننه څلور [یا] پینځه ډلې دي. د صوبې يوه لويه ستونزه ترهګري ده خو ورته هېڅ پاملرنه نه کېږي."

اورکزی وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د پي ټي ای حکومت د وفاقي سطحې سیاست لپاره کارول کېږي.

هغه زياتوي چې د خيبر پښتونخوا حکومت اقتصادي ستونزې هم لري. "له صوبايي حکومت سره پانګې نه شته او [پي ټي ای] د خپلو تېرو دوو [واکمنیو پر مهال] خواوشا ۱۰۰ اربه روپۍ قرضه اخيستې ده. بل دا چې هر وخت له مرکز سره ښکر اړموي نو داسې خو صوبه پرمختګ نه شي کولی."

د خيبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سیف بيا تور پورې کوي چې د پنجاب حکومت د پرمختيايي پروژو خبرونه يوازې پر ټولنيزو شبکو خپرېږي او د هغه په وينا، "واقعي وجود" نه لري.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته په لېږدول شوي پيغام کې وويل، د علي امين ګنډه پور په مشرۍ د خيبر پښتونخوا حکومت هلته په بېلا بېلو برخو کې کارونه کړي دي. "د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې صحت کارډ او په هسپتالونو کې د اړینو دواګانو موجودګي بحال کړه. په [قبایلي] ضلعو کې یې د پولیسو د پیاوړي کولو لپاره اووه اربه روپۍ منظورې کړي او د ځوانانو د روزګار لپاره یې په بودیجه کې ۳،۰۰۰ مېلیونه روپۍ ځانګړي کړي دي."

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان حکومت د خيبر پښتونخوا د بجلۍ د خالصې ګټې په لړ کې ۱،۵۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی او هغه پيسې یې لا هم صوبې ته نه دي ورکړي.