د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د نیولو حکم کړی دی


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور(کیڼې خوا ته) ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور(کیڼې خوا ته) ـ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د نیولو امر کړی دی.

د جولای پر لومړۍ نېټه د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي طاهر عباس سپرا د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان او د هغه د ګوند د نورو غړو خلاف د دوو هغو مقدمو اورېدنه وکړه، چې تېر کال تر لاریونونو وروسته د اسلام اباد په سنګ جاني او آی ـ۹ تاڼو کې دایرې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور او د تحریک انصاف یو بل مشر عامر مغل محکمې ته له حاضرېدو د استثنا لپاره درخواستونه ورکړي ول، خو قاضي هغه رد کړې او د دوی په نه حاضریدو یې غوصه ښکاره کړه.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي د دواړو د نیولو او د دوی پر ضد د ناقابل ضمانت وارنټونو جاري کولو امر وکړ. د تحریک انصاف نور غړي، چې په مقدمو کې نومول شوي ول، هغوی عدالت ته حاضر شول.

قاضي طاهر عباس سپرا وویل چې دا څه عذر نه دی چې یو کس ووايي چې زه له ښاره بهر یم او محکمې ته نه شم حاضرېدلی.

د تحریک انصاف وکیلانو محکمې ته خواست وکړ چې دوی ته یو موقع ورکړي، خو قاضي وویل چې دی د غیر حاضر کسانو د نیولو امر کوي او که څوک د جولایي پر اتمه د بلې اورېدنې لپاره محکمې ته حاضر نه شول نو دی به یې اشتهاري مجرم وګرځوي.

قاضي طاهر عباس سپرا دا هم وویل چې د جولايي له اتمې هره ورځ د دې مقدمو اورېدنه کوي. هغه د اډیاله زندان د مشر نه په ویډیو لینک د عمران خان د حاضرولو په حقله لیکلې ځواب هم وغوښت او د مقدمو اورېدنه یې جولای تر پورې وځنډوله.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG